د افغانستان د متشبثینو ملي مشورتي بورډ غونډه
چهارشنبه مورخ ۱۳ جمادی الثانی ۱۴۴۵ / ۶ مرغومی ۱۴۰۲
د افغانستان متشبثینو ملي مشورتي بورډ غونډه دصنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي په مشرۍ د دغه بورډ د غړو په ګډون جوړه شوه.
په پیل کې دافغانستان دملي متشبثینو د ملی مشورتي بورډ محترمو غړو له دغه بورډ سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ له فعالیتونو او همکاریو مننه وکړه، د خپلو فعالیتونو او بهر کې په نندارتونونو کې د ګډون په اړه یې معلومات وړاندې کړل، د کراچۍ بندر، بانکونو او صنفی جوازونو په اړه دوی خپلې ستونزي او ننګونې شریکې کړې.
دصنعت سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ خصوصي سکتور د افغانستان داسلامي امارت مټ وباله او ویې ویل: اسلامي امارت د صنعت له ودې ملاتړ کوی او د خصوصي سکټور په اړه ښه نظر او باور لرو چې د هېوا پرمختګ لاره د فابریکو جوړول او د کرنې سکتور پياوړي کول دي.
ښاغلي عزیزي د افغانستان د متشبثینو دملي مشورتي بورډ د غړو د اندېښنو په اړه وویل: موږ له ستونزو خبر یو او هڅه کوو چې د کراچۍ بندر ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړو.