د میدان وردګو ولایت له صنعتکارانو سره ناسته

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۵:۱۲
د میدان وردګو ولایت له صنعتکارانو سره ناسته

سه شنبه مورخ ۲۶ جمادی الثانی ۱۴۴۵ / ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي  مولوي قدرت الله جمال د میدان وردګو ولایت له صنعتکارانو سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي جمال  ټینګار وکړ چې اوس د افغانستان د خلکو ژوند په بیړنۍ توګه د صنعت ودې ته اړتیا لري او په همدې خاطر موږ د هېواد له صنعت او صنعتکارانو څخه بشپړ ملاتړ کوو.

ورپسې  د میدان وردګو ولایت صنعتکارانو د دغه ولایت د کوتل تخت صنعتي پارک په اړه خپلې ستونزې مطرح او د دغه پارک د زیربناوو د جوړولو لپاره یې خپل چمتووالی څرګندکړ.

ښاغلي  جمال د دوی له اخلاص څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ټول افغانستان کې د صنعتي پارکونو د زیربناوو د جوړولو په اړه پلانونه لري زیاته يې کړه :امیرالمومنین حفظه الله صنعتکارانو ته په صنعتي پارکونکو کې د ځمکو د ویش د لا همغږۍ په هکله دې وزارت ته لارښوونه کړې ده چې د زیربناوو په برخه کې دې یوه هر اړخیزه کړنلاره جوړه شي چې په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د بیې او همدارنګه د پارکونو قانون ترتیب شې کوم چې اوسمهال د قانوني پروسې د طی مراحلو په حال کې دې چې د توشیح څخه وروسته به يې په صنعتي پارکونو کې د ځمکو ویش پیل شی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتو دپای غونډې په مراسمو کې وینا وکړه

یاد نندارتون چې دتیرې یکشنبې په ورځ پیل او تر یوې اونۍ یې دوام درلود نن شنبه دیوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسیده. ښاغلي جمال په خپلو خبرو کې وويل موږ او تاسو باید له خپلو تولیداتو

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون د دریمې ورځې په دوام د داخلي شرکتونو له تولیداتو څخه لیدنه وکړه

BACK TO NEWS