د وچې میوې د پروسس برخه کې د چینايې شرکت د پانګونې لیوالتیا
نیته: شنبه ۱ رجب المجرب۱۴۴۵/ ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د یو چنایې شرکت د مسئولینو سره وکتل
په دې کتنه کې د یاد شرکت مسئولینو په افغانستان کې د چې میوې د پروسس په برخه کې د پانګونې لپاره لیوالتیا څرګنده کړه .
په غونډه کې ښاغلی عزیزی د خپلې وینا په ترڅ کې وویل : اوس په افغانستان کې له هر اړخه د پانګونې لپاره زمینه مساعده شوې ده ، او موږ د ټولو بهرنیو پانګوالو څخه چې په افغانستان کې پانګونه کې هرکلی کوو.