د یو بار مصرف کاغذي توکو صنعتکارانو سره لیدنه

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۰:۲۴
د یو بار مصرف کاغذي توکو صنعتکارانو سره لیدنه

دوشنبه ۲۰ شوال المکرم ۱۴۴۵ / ۱۰ غویی ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د یو بار مصرف کاغذي توکو د مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

د یو بار مصرف کاغذي توکو مسؤلینو په افغانستان کې د کاغذ دغوره  کیفیت لرونکو توکو پرتولید  ټینګار وکړ او د بې کیفیته او غیر معیاري توکو د مخنیوي او په ګمرکاتو کې د توکو راوړلو په برخه کې د تخفیف غوښتنه وکړه.

ښاغلي مولوي جمال وویل چې د کاغذ کیفیت د پخوا په نسبت اوس ښه شوی ده او امارتي ادارې له خپل داخلي توکو څخه کار اخلي، په هېواد کې د داخلي صنعت په برخه کې د انحصار طرفدار نه یو، باید ټول هېوادوال په کې ونډه ولري.

نوموړي  زیاته کړه چې د هېواد په داخل کې ټولې کار خونې به په یو ډیټا بیس کې ثبت او کنترول شي. چې له مخې به یې صنعتکاران له ډیرو اسانتیاوو څخه برخمن شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي قدرت الله جمال د یو بار مصرف کاغذي توکو له مسؤلینو له پانګونې څخه مننه وکړه او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتو دپای غونډې په مراسمو کې وینا وکړه

یاد نندارتون چې دتیرې یکشنبې په ورځ پیل او تر یوې اونۍ یې دوام درلود نن شنبه دیوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسیده. ښاغلي جمال په خپلو خبرو کې وويل موږ او تاسو باید له خپلو تولیداتو

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون د دریمې ورځې په دوام د داخلي شرکتونو له تولیداتو څخه لیدنه وکړه

BACK TO NEWS