د تعمیراتي رنګونو ، د چاپي مطبوعو،د پاپوش سکتور،د هرې دنیا د غزایي توکو د شرکتونو له مسؤلینو سره لیدنه

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۸:۳۲
د تعمیراتي رنګونو ، د چاپي مطبوعو،د پاپوش سکتور،د هرې دنیا د غزایي توکو د شرکتونو له مسؤلینو سره لیدنه

سه شنبه ۵ ذوالقعدةالحرام۱۴۴۵ / ۲۵  غویی ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال  دصنعت اونۍ او نړیوال نندارتون په دوهمه ورځ دتعمیراتي رنګونو له تولیداتو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسؤلینو ښاغلي جمال ته د خپلو تولیداتو د کیفیت، کمیت او قیمت په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې زموږ تولیدات د نورو هیوادونو له تولیداتو څخه خورا په لوړ کیفیت ترکیب شوي دي.

 همدا راز دشرکت مسؤل وویل چې د تعمیراتي رنګونو په تولیداتو کې په ځان بسیاینې ته رسیدلي یو همدا راز ښاغلي جمال د پاپوش شرکت څخه هم لیدنه وکړه.

د یاد شرکت مسؤلینو د خپلو تولیداتو د کیفیت ، کمیت او قیمت اړوند جمال صاحب ته ډاډ ورکړ او له دوی څخه یې د بازار موندنې غوښتنه وکړه.

د چاپي مطبوعو او د کاغز سکتور له  تولیداتو څخه یې هم کتنه ترسره کړه،  د یادو شرکتونو مسؤلینو له ښاغلي جمال صاحب څخه وغوښتل چې زموږ له تولید کړل شوي کاغز او له چاپي مطبعو څخه دې د لوړو زدکړو  او معارف وزارتونه استفاده وکړي.

په پای کې یې د هري د نیا غزایي تولیدي توکو له شرکت څخه لیدنه تر سره کړه  یاد شرکت د بسکټو ، کیک ، چاکلیت ، پاپړ او ويفر د تولیداتو په برخه کې خپل فعالیت کوي.

ښاغلي جمال د یاد شرکت رئیس ته ډاډ ورکړ او د هر راز همکارۍ ژمنه یې ورسره وکړه

ښاغلي جمال د یادو شرکتونو د تولیداتو ستاینه وکړه او د هر راز همکاریو او بازار موندنې ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۲۷
Background image

لښکرګاه کي د خپل هيواد خپل توليد تر عنوان لاندي نندارتون پرانيستل شو

پرون ورځ، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په مرکزي جمنازيوم کي د خپل هيواد خپل توليد تر نامه لاندي درې ورځنی نندارتون د يو لړ مراسمو پر مهال پرانيستل شو.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۲۸
Background image

د ترکیې هېواد له پانګوالو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین لیدنه

د ا.ا. ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد  د دوشنبې په  ورځ  د تلې( میزان) په ۳۰ مه  د ترکیې هېواد له یو شمېر عالمانو او پانګوالو سره د یاد وزارت د معینیت په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۱۷
Background image

د افغانستان او قزاقستان د پلاویو تر مینځ د سوداګرۍ، ترانزیت، حمل و نقل، انرژي او کانونو په برخه کې خبرې اترې

د ا.ا.ا او قراقستان جمهوریت تر مینځ د دوه اړخیزه خبرو اترو په داوم چې د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او د قزاقستان جمهوریت د. . .

BACK TO NEWS