د صنعت او سوداګرۍ وزارت د لمړي ځل لپاره پدې توانیدلی چې خپله پراختیایې بودبجه ٩٦سلنه مصرف کړي؛

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ١٣٩٧ مالي کال کې د لمړې ځل لپاره په دې توانېدلی، چې خپله پراختیایي بودیجه ٩٦سلنه مصرف کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري له دې امله د وزارت له اړوندو کارکوونکو په ځانګړې توګه د مالي او اداري ریاست له مشرتابه او ټولو کارکوونکو څخه مننه کوي، چې د پراختيایي پروژو او تدارکاتي چارو له مسوولینو سره د همغږۍ او همکارۍ په پایله کې یادې موخې ته ورسیدل.
یاده دې وي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هغو مخکښو بودیجوي واحدونو په کتار کې راغی، چې په ١٣٩٧ مالي کال کې يې په لوړه کچه خپله انکشافي بودیجه مصرف 
کړې ده.