د ۱۳۹۷ مالي کال د بودیجې د داخلي کمیټې وروستۍ ناسته

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د داخلي بودیجې د کمیټې وروستۍ ناسته وشوه.
په یاده ناسته کې د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجې د ګټور لګښټ، د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره د تدارکاتي او مالي پلانونو، د پراختیایې پروژو د تطبیقي پلان او یو شمیر نورو مسایلو پر سر خبرې او بحثونه وشول.
د وزارت مشرتابه له ټولو اړوندو مسئولینو او کارکوونکو څخه په ۱۳۹۷ مالی کال کې د پراختیایی بودیجې د ګټور لګښت له امله د مننې تر څنګ، دوی ته لارښوونه وکړه، چې په نوي مالي کال کې هم باید هڅه وشي، چې په اړوندو برخو لا ډېر پرمختګونه او لاسته راوړنې ولرو.
د یادونې وړ ده، چې صنعت او سوداګرۍ وزارت د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۷ مالي کال کې په دې توانیدلی، چې خپله پراختیایي بودیجه ۹۶ سلنه مصرف کړي.