د صنعت او سوداګرۍ پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته د یاد وزارت د اداري او مالي چارو معین رسمي سفر؛

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اداري او مالي معین ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، چې د یو پلاوي مشرۍ یې کوي، تېره ورځ د مرغومې میاشتې په ۴مه نېټه یې هرات ولایت رسمي سفر وکړ او نن ورځ یې د یاد ولایت د سرپرست او مرستیال والي ښاغلي محی الدین نوري سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د هرات ولایت د ګمرک، مستوفیت او ښځو چارو ریاست استازو هم ګډون کړې وو، دواړو لوریو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کړنو او لاسته راوړنو، خصوصي سکټور ته د لا اسانتیاؤ په برابرولو، د پراختیایې بودیجې په ګټور لګښت، په هیواد کې د صادارتو د کچې په لوړیدو، د ګمرک، مستوفیت، سوداګرو او نورو دولتي ادارو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ په رامنځته کولو، په ګټوره او اغیزمنه توګه د صادراتو د ملي ستراتیژۍ په پلي کیدو، په نړیوالو مارکیټونو کې د تجارتي اتشې له لارې افغاني تولیدانو ته په بازار موندنې، د صادرانو په برخه کې د سولې او پراختیا ملي چوکاټ له لارې سوداګرو ته د اسانتیاؤ په رامنځته کولو، د لاجوردو لارې په سوداګریز ارزښت او له دې لارې د لومړنۍ تجارتي محمولې په لیږد او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د ناستې په پای کې د هرات ولایت سرپرست او مرستیال د صنعت او سوداګرۍ وزارت کړنې وستایلې او په اړوندو چارو کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.