د تازه میوو د سوداګرو او صادرونکوو ستونزې د قانون په رڼا کې هوارېږي

د صنعت او سودارګرۍ وزارت مالي او اداري معین ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزی نن د مرغومې میاشتې په لسمه نیټه د خپل کار په دفتر کې د تازه میوو د سوداګرو او صادرنکوو سره ولیدل.
په دې ناسته کې چې د متشبثینو د بورډ مشر ښاغلی الحاج رحم الدین آغا هم شتون درلود، د تازه میوو د سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه چې د یو شمیر ادارو سره یی لرې، واوریدل شو.
د صعنت او سوداګرئ معین د سوداګرو او صادروونکو د ستونزو اورېدلو وروسته ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې د قانون په رڼا کې هوارې او د وزارت رهبري به هڅه وکړي چې د دوی وړاندیزونه د مالیې او یو شمیرو نورو ادارو سره مطرح او په ګډه یوه قانوني لاره وکتل شي.