د صنعت او سوداګری وزارت مالي او بودجوي پلانونو په اړه ناسته؛

د صنعت او سوداګری وزارت مالي او ادارې معین ښاغلي اجمل حمید عبدالرحمیزي نن د جدې میاشتې په ۲۴ نیټه د مالي وزارت معين ښاغلي زاهد همدرد سره لیدنه وکړه.
پدې کتنه کې د صنعت اوسوداګری وزارت په ۱۳۹۷ مالي د پراختایې بودیجې د لګښت، د روان کال مالي او تدارکاتو پلانونو، اصلاحي برنامو او یو شمیر نورو مسایلو باندې خبرې وشوې.
د مالیې وزارت معین د صنعت او سوداګری وزارت د اصلاحي برنامود پلې کیدو په برخه کې د قانون په رڼا کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.