دصعنت او سوداګرئ سرپرست وزیر وایي د ملي سوداګرو او صنعتکارانو په وړاندې پرتې ستونزې له منځه وړو.

د صنعت او سوداګرئ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي اجمل احمدی  د دلوې میاشتې په ۲۲ مه نېټه د یو شمېر ملي سوداګرو او صنعتګرانو سره ولیدل.
په دې کتنه کې، چې د وزارت معینان او د متشبثینو د بورډ مشر هم ګدون کړی وو ، ملي سوداګر او بیلابیلو اتحادیو استازو سرپرست وزیر ته د مبارکئ د وړاندې کولو تر څنګ د هېواد د سوداګرئ وضعیت، پرمختګونو او شته ستونزو د هواري او له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې.
سرپرست وزیر د خصوصي سکټور څخه د مننې تر څنګ دوۍ ته ډاډ ورکړ، چې د صنعت او سوداګرئ وزارت به هڅه کوي چې په راتلوونکيو کلونو کې د صادراتو ګراف لوړشي، د شته ستونزو لپاره د حل لارې چارې ولټول شي، په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د توزیع پروسه کړندۍ شي او خصوصي سکټور او ملی سوداګر ته ښه خدمتونو وړاندې کړو.
د ناستې په پاې کې ملی سوداګرو د نوماند وزیر د کاري پروګرامونو څخه د ملاتړ تر څنګ د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.