د صنعت او سوداګرۍ وزارت د عامه اړیکو د پخواني رییس او ویاند د کړنو ستاینه وشوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستیال وزیر ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، نن د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد وزارت د عامه اړیکو د پخواني مشر او ویاند ښاغلي مسافر قوقندي له کړنو څخه مننه وکړه.
مرستیال وزیر وویل، چې ښاغلي قوقندي په تیرو کلونو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاع رسونې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، چې له امله يې د وزارت رهبرۍ د نوموړي د کړنو د ستاینې تر څنګ، په راتلوونکو چارو کې ورته د بریا هیله کوي.
ښاغلي مسافر قوقندي، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کمیشنر په توګه ټاکلی شوی، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه، چې دده کړنې يې وستايلې.
د ناستې په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د عامه اړیکو پخواني رییس او ویاند ته د نوموړي د ښو کړنو له امله د یاد وزارت د مرستیال وزیر لخوا ستاینلبک ورکړل شو.