د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مقام ،ثبت مرکزی او فکری مالیکیتونو سرپرست رئیسان وټاکل شول !

دصنعت او سوداګرۍ وزارت په وړاندیز او د جمهوری ریاست د عالي مقام په منظورۍ آغلي شبنم امینی د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مقام د رئیسۍ او ښاغلي عیسی مایار د ثبت مرکزی او فکری مالیکیتونو د عمومي رئیس په حیث د یاد وزارت د رهبرۍ پلاوي لخوا اړونده ادارو ته و پیژندل شول .
نوموړي مراسم چې د ثبت مرکزی او فکری مالکیتونو په ریاست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شول د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر او په بانکداري او مالي چارو کې د جمهور رییس سلاکار ښاغلي اجمل احمدی دي دواړو سرپرست ریسانو ته د بریا هیله وکړه او په یادو ادارو کې یی پر اصلاحاتو ټینګار وکړ.