د لومړي ځل لپاره په هرات ولایت کې د خصوصي سكټور د ستونزو او وړاندیزونو د اوریدلو لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا یوه لویه استماعيه ناسته جوړه شوه.

د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر ښاعلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، چې د یوه پلاوې په راس کې د هرات_‌‌‌‌‌‌ډهلې هوایي دهلیز د پرانیستې په موخه هرات ولایت ته سفر کړی، په یوې سترې استماعي ناسته کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وګړ.
پدې ناسته کې، چې د ګمرک، مستوفیت او خصوصي سکتورمسوولینو هم ګ‌‌‌‌‌‌ډون درلود، د ملي صنعتګرانو، سوداګرو او متشبثینو وړاندیزونه او ستونزې واوریدل شوې.
مرستیال وزیر دوی ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ، چې د خصوصي سکټور ستونزې به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د قانون په رڼا کې هوارې کړي.