د بلخ ولایت د خصوصی سکتور استازو سره د صنعت او سوداګري وزارت لیدنه

په دي لیدنه کې د خصوصی سکتور استازو په سوداګرۍ او ترانزیت برخه کې رامنځته شوي ستونزی د وزارت رهبرۍ سره شریکې کړي دوزارت سرپرست وويل د خوښې ځاي دي چې د بلخ هوايي دهلیز رامنځته شوي او په دوامداره ډول دهغه څخه الوتني ترسره کیږی همدارنګه د لاجورود او اوسپنیزي لاري کولاي شي د سوداګرو شته ستونزی حل کړي ، همدا راز د صنعت او سوداګري وزارت هڅه کوي تر څو ژر تر ژره رامنځته شوي ستونزې د اړونده ادارو په هماهنګي سره حل کړي .
ښاغلي احمدي زیاته کړه ! چې ځيني اصلاحات د جوازونو اخستلو په هکله رامنځته شوي دی او په نږدي ورځو کې به ددي ستونزو نوري برخي هم حل کړاي شي