د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معين ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي د لومړي افغان په توګه د هندوستان د کلتوري اړیکو شورا ( ICCR) نړیواله جایزه واخیسته

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معين ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي نن دوشنبه د هند په پلازمېنه نوي دهلي کې د هندوستان د کلتوري اړیکو شورا ( ICCR) نړیواله جایزه واخیسته. دا جایزه د شاوخوا لس زرو افغان فارغانو او شاوخوا ١٦٣ هیوادونو له ډلې ښاغلي عبدالرحیمزي ته ورکړل شوه، چې ددې شورا له بورسونو په استفادې یې لوړې زده کړې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ددې بورسونو د افغان فارغانو له ډلې یوازنی افغان دی، چې دا جایزه ورته د هند د بهرنیو چارو د وزیرې اغلې سوشما سوارج لخوا په یو لړ ځانګړو مراسمو کې ورکړل شوه. یاده جایزه هر کال د مختلفو هیوادونو د کاندیوانو په ګډون تر ټولو وړ کس ته، چې تر زده کړو وروسته یې ښې کړنې او پرمختګ کړی وي ورکول کېږي.
ښاغلي عبدالرحیمزي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په خپله وینا کې له ټولو هغو مرستو مننه وکړه، چې هند افغانستان سره د لوړو زده کړو په ډګر کې کړې دي. ده وویل، چې یاده نړیواله جایزه د هغو زرګونو افغان ځوانانو جایزه ده، چې له خپلو کورنیو او هیواده لرې یې په سختو ستونزو کې په هند کې زده کړې کړي او دا مهال غواړي ددې زده کړو پر مټ خپل هیواد په مثبت ډول د سیالانو سیال کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې د مبارکۍ او د تحصیل او زده کړې د اهمیت د یادولو تر څنګ زیاته کړه چې دغه ‌‌‌‌‌‌ډول تحصیلی پروګرامونه د هیوادونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځی.   
د یادونې وړ ده، چې یادې جایزې ته د افغانستان د یو شمیر دولتي او غیر دولتي مسئولینو تر څنګ،د شاوخوا ١٦٢ هیوادونو لکه د سارک