تاریخچه

 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت تاریخچه

 د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د دولت د اساسي ارګانونو څخه یو ارګان دی چې تاریخي مخینه او سابقه لري.

اعلیحضرت غازي امان الله خان د خپلواکۍ اعلامولو څخه وروسته په ۱۲۹۸ هـ ش کال چې د ۱۹۱۹ م کال سره سمون خوري په ځینو اصلاحاتو لاس پورې کړ.

غازي امان الله خان دافغانستان خپلواک دولت داساسي قانون او نظامنامې پر اساس بنیاد کېښود ، لکه: د افغانستان داساسي تشکیلاتو نظامنامه  په دې توګه دلومړي ځل لپاره په افغانستان کې د دولت اساسي تشکیلات دقانون له لوري برابر شول، چې د ۱۳۰۲ هـ ش کال د جوزا پر ۱۵ خپاره شوه.

   د اساسي نظامنامې  یا د اساسي قانون مطابق د دولت په درې ګونو قواو کې توپیر( اجرایه قوه، مقننه قوه او قضایه قوه) رامنځته شو او دغو درې واړو قواو په خپلواکه توګه په اړونده برخو کې په فعالیت پیل وکړ. د اساسي قانون پر بنسټ د درې ګونو قواو مکلفیت مشخص او اجرایوي، مقننه او قضایه قوې رامنځته شوې .

د دولت درې ګونو قواوو په خپلواکه توګه په فعالیت پیل وکړ اود اجرایوي قوې په برخه کې د هېواد نوي اداري تشکیلات طرح او عملي شو.

د امان الله خان له لوري د خپلواکۍ د ترلاسه کولو وروسته د افغانستان اجرایوي قوه رامنځته شوه او دهغې دورې په لومړیو کې سردار عبدالقدوس خان د صدر اعظم په توګه غوره کړل شو او غلام محمد خان وردګ د سوداګرۍ وزیر په توګه وګمارل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۱۳۱۷ ــ ۱۳۳۸ ه ش کالونو پورې د ملي اقتصاد وزارت په نوم یادېده اود تېرو کالونو دتشکیل پر اساس د سوداګرۍ، کرنې، صنایع اود اداري چارو دګمرکاتو له برخو څخه تشکیل وو. په کال ۱۳۱۶ ه ش کې داقتصادي چارو دپراختیا له کبله عمومي مدیریتونه په ریاستونو بدل شول. ځینې نوې څانګې لکه : دلاسي صنایعو مدیریت ، ماشیني صنایعو مدیریت، ټرانسپورټ مدیریت، د صنایعو په ریاست کې اود تعرفو په مستقل مدیریت کې، دقوانینو تدوین مدیریت، د داخلي بازارونو مدیریت، دخارجي او داخلي سوداګرۍ د احصایې مدیریت، دڅېړنو او تدقیق مدیریت په سوداګریز ریاست کې په پام کې ونیول شو. او په کال ۱۳۱۷ ه ش کې په سوداګریز ریاست کې د صادارتو او وارداتو مدیریت رامنځته شو.

د وخت په تېرېدو اود اړتیاوو سره سم په قرار قرار سره  مسلکي ادارې پرلپسې دملي اقتصاد وزارت څخه جلا اود یو ځانګړي واحد په توګه یې په فعالیت پیل وکړ. اوهر یو له دغو واحدونو څخه په ځانګړو وزارتونو بدل شو. په کال ۱۳۱۸ ه ش په هند کې د سوداګرۍ اتشه دفتر او بیا په پېښور کې د افغاني وکالت التجاري پرانستل شو. له (۱۳۱۹ ــ ۱۳۲۶ ) کالونو د ملي اقتصاد وزرات تشکیلات په خپل حال باقي پاتې شول. او عمده تغیرات په کې رامنځته نه شول، د ( ۱۳۲۸) په وروستیو او د ( ۱۳۲۹) کال په لومړیو کې د اقتصاد وزارت په تشکیلاتو کې تغیرات رامنځته شول، ځینې ریاستونه د وزارت په تشکیل کې نوي رامنځته شول او ځینې برخې د وخت دتقاضا سره له منځه لاړې او دندې یې په نورو څانګو وویشل شوې.

خو داچې مسلکي وزارتونو او مؤسیسو ته اړتیا ورځ تربلې زیاتېده نو د ملي اقتصاد وزارت څخه یو شمیر ادارې جلا شوې اود خپلواکو ادارو او مؤسیسو په توګه یې خپل فعالیت پیل کړ او بالاخره په کال (۱۳۳۵ ) ملي اقتصاد وزارت بیرته دهمدغه کال دعقرب یا لړم له میاشتې څخه د هېواد په اداري تشکیلاتو کې د سوداګرۍ وزارت په نوم رامنځته شو. چې له همغه وخت څخه تردې دمه یې بیلا بیل تشکیلات رامنځته کړي او بیلا بیل سوداګریز فعالیتونه یې ترسره کړي دي.

په اوسنیو شرایطو کې افغان دولت د « ازاد اقتصادي بازار» په درلودلو اود خصوصي سکتور څخه په ملاتړ سره باید خپل ځان دافغانستان د خوشبختۍ او اسانتیا وو اغیزمن لامل وبولي.

د افغانستان اقتصاد په ثابته توګه پرمختګ وکړ چې دغه پرمختګ په نا برابره توګه موجود وو او ډیری افغانان یې په ځانګړې توګه هغه افغانان چې په کلیو او بانډو کې اوسیږي، اغیزمن کړي وو، ډیری خلک دازاد بازار له ګټو څخه ډاډمن نه دي په ځانګړې توګه هغه وخت کله چې د اولیه موادو لکه نفتي مواد او اوړو بیې ډیرې چټکې او لوړې شي.

په کار ده چې افغانان د ازاد اقتصادي بازار په ګټو دبیا ځل لپاره پوه او وهڅول شي ، دهېواد داقتصادي پرمختګ زمینه چې خصوصي سکتور رامنځته کړی وپیژني او ګټه ځنې پورته کړي. دغه کار یو ژمن خوځښت ته چې لویې او وړې پانګې اچونې، عنعنوي او غیر عنعنوي صنایع او همداراز دسیالیو زیاتول څو په دې پوه شي چې خصوصي سکتور د ټولو کارونو دګټې لپاره ده . د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوازینی کلیدي وزارت ده چې کولای شي دغه موخې ترسره کړي.

دغه وزارت د خپلې پوهاوي کچې د لوړولو لپاره اوږده لاره بشپړه کړی ده، څو وکولای شي خپل نوی رول په سمه توګه ترسره کړي، په یاد وزارت کې یو جدا د منابع بشري په نوم ریاست جوړ او په یو بشپړ اداري اصلاحاتو برنامې باندې یې پیل وکړ چې رتبې او معاشات یې دیو سیستم له لارې پلې کړي دي. پر دې سربیره د صنعت او سوداګرۍ وزارت دپالیسیو او د سوداګریزو چارو تنظیم اود ترتیب په اساسي برخو کې مهم پرمختګ کړی او په دغه لاره کې یې لا هڅې ګړندۍ کړي دي