د اداری او مالی چارو د معین بیوګرافی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او ادارې معین ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي لنډه پیژنده

ښاغلی اجمل حمید عبدالرحیمزی، په ۱۳۶۵ زیږدیز کال د لوګر په ولایت کې زیږیدلی دی. د لوګر ولایت محمد آغه، له عالي لیسې څخه تر فراغت وروسته، په ۱۳۸۴ کال کې د ننګرهار پوهنتون ته بریالی شو او په ۱۳۸۸ کال کې یې له یاد پوهتنون څخه د اقتصاد له پوهنځي د کدر عالي درجه لیسانس سند تر لاسه کړ.

په ۱۳۹۰ کال کې یې ازموینه ورکړه او د هندوستان هیواد عثمانیه نړیوال پوهتنون ته بریالی شو، په ۱۳۹۱ام کال کې یې د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ کدري سند تر لاسه کړ. نوموړی په بېلابیلو دولتي او غیر دولتي ادارو کې د مالي او مدیریت، استراتیژیکو اړیکو، د پروژو مدیریت او تدریس په برخو کې شاوخوا پنځلس کاله کاري تجربه لري.

نوموړي د ۱۳۸۲ او ۱۳۸۸ کلونو په اوږدو کې د اواز د اړیکو مرکز، کلید ګروپ او اسیا بنسټ (Asia Foundation) کې په بېلابیلو بستونو دندې تر سره کړي دي او وروسته بیا په ۱۳۸۹ کال کې د اواز د اړیکو  په مرکز کې د یوی پروژی د مسؤل په توګه وګمارل شو.

ښاغلي عبدالرحیمزي، په ۱۳۹۱ - ۱۳۹۳ ام کال پورې د کرنې او مالدارۍ وزارت د UNDP په پروژه کی د مالي مدیریت د متخصص په توګه او د پوهني وزارت د USAID پروژې له لارې د مالي او حسابی سلاکار په توګه دنده تر سره کړی ده. نوموړی له ۱۳۹۱ کال څخه تر ۱۳۹۴ کال پورې د پوهتنون استاد او د اقتصاد څانګې د رئیس په توګه هم پاتې شوي دی.

نوموړی له ۱۳۹۳ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې د مالیې وزارت د ستراتیژیکو اړیکوستر سلاکار په توګه او له لګ ځنډ وروسته د رسنیو چارو او عامه اړیکو د رئیس او ویاند په توګه دنده تر سره کړه او په دې موده کې یې د مالیې وزارت د فعالیتونو د غوره انعکاس او له مالي او اقتصادي وروستیو تحولاتو څخه رسنیو ته د معلوماتو په ورکولو د افغانستان ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني، له لوري د میر مسجدي خان او میر بچه خان ستر عالي دولتي مډالونه او دری لومړی درجي تقدیر نامي ورکړل شوی. همداشان نوموړی د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د مدني ټولنو د سازمانونو له خوا د ځوانانو په جوړ شوي ملي کنفرانس کې د حکومت په کچه د ۱۳۹۶ کال د غوره ویاند لقب تر لاسه کړ.

د دې تر څنګ نوموړي خلکو او رسنیو ته پر وخت او دقیق اطلاعاتو ورکولو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي څار کمېسیون له لوري د حکومت په کچه لومړی مقام خپل او طلایې کلي یې تر لاسه کړه.

ښاغلی اجمل حمید عبدالرحیمزی، د ۱۳۹۷ کال د زمري میاشتې په ۱۷ نېټه د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم پر بنسټ په مافوق رتبه بست کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معین په توګه وټاکل شو او د یوې ځانګړې غونډې له لارې د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.