د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست .

څرنګه چي پوهیږو موجوده زمانه د اړیکو پیړۍ ده او بې له اړیکو څخه نشو کولای د نړۍ  ډول ډول پر مختګ ،د نړۍ د تازه حالاتو کوم چې په هر ه لحظه کې د تغیر او پرمختګ په حال کې دی همدارنګه نشو کولای چې بیدون د اړیکو څخه خپلي لاسته راوړنې ،فعالیتونه، ټولنې او زیدخلو خواوته په سمه توګه ورسوو.

ځکه نو د هرې دولتي او خصوصي ادارې د مهمو ضرورتونو په څير د صنعت او تجارت وزارت هم په ۱۳۹۰ ه ش کال کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست ته په خپل تشکیلاتی جوړښت کې ځای ورکړ او د چارو د پرمختګ لپاره يې د دندو لایحي،  ستراتیژی او پلان جوړ او په رسمي ډول يې نوموړي ریاست چارې پیل کړي .

دعامه اړیکو ریاست دنده لري ترڅو د صنعت اوسوداګرۍ وزارت حیثیت او اعتبار او د بهرنیو زیدخلو خواو سره اړیکې  وساتي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د اړیکو په ساتلو، د نظریاتو او پیغامونو په تبادله تمرکز وکړي .

نوموړي ریاست د صنعت او تجارت د مهمو ریاستونو څخه دي کوم چې د پل په صفت کولاي شي د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکې ساتلو په هکله مهم رول ترسره کړي .

اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست مهمې دندې.

  • له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره دسوداګرۍ اوصنایعو وزارت دمقام او ویاند دمرکوتنظیم اوله هغوسره په مهموموضوع ګانوبحث اوخبرې کول.
  • دټولنیزو خپرونو اواطلاعاتو له طریقه په بهر او دننه د رهبرې هیئت لیدنې ، سیمنارونه، پیښې اودکنفرانسونو خپرول او هغوته په رسنیو کې انعکاس ورکول.
  • دوزارت د موخو ،پلانونو اوفعالیت  په اړه عامه  ذهنونه روښانه ول اوهغوی ته معلومات وړاندې کول ، د رسنیو ،خپرونو او ویب سایټ له لوري .
  • دوزارت د فعالیتونو ، پالیسیو اوموقف په اړه دکورنیو اوبهرنیو چاپي خپرونو مطالعه، څیړل، د مطبوعاتو بررسې کول او رهبري مقام ته یې په اړوند  معلومات ورکول.
  • دوزارت دکړنو ،کنفرانسونو اومهموپیښو په اړوند رادیو ،تلویزیون اوچاپی رسنیو ته دمطبوعاتی اعلامیو برابرول.
  • دمقام د ویناوو اوبیانو دمتن لیکل اوهغه په ملې اوبین المللي ژبو جوړول.
  • په تلویزیوني خپرونو ،ګردې میزونو او پروګرامونو کې ګډون کول ،د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه عامه خلکو ته معلومات ورکول او ددې  وزارت په هکله اړونده پوښتنو ته ځواب ویل.
  • د لاندي دولتي ا وغیر دولتي اړخونو سره داړیکو تنظیمول او دهغوی منسجمول.
  1.  وزارتونه او دولتي اداراې .
  2. خارجي موسسات او( ډونران )
  3. ټولنیزي رسنۍ
  4. خصوصي سکتور
  •  د افغانستان حکومت د وزارتونو او مستقلو ادارو ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرکزي او ولایتي ادارو ،سوداګریزو بندرونو او سوداګریزو بهرنیو نمایندګیو سره د  داړیکو ساتلو په هکله ډیټابیس جوړول .
  • د صنعت وزارت د موقف په هکله کوردننه او بیرون د خبري ویب پاڼو تحلیل او ارزونه او مقاماتو ته يې راپور وړاندې کول .
  • د وزارت د کړنو، لاسته راوړنو، سوداګریزو،اقتصادي  او نورو خبري موادو ویب پاڼې کې اپلود کول او د ویب پاني اپډیت ساتل .