د صنایعو د تخنیکي چارو ریاست

د صنایعو د تخنیکي چارو ریاست

د صنایعو د تخنیکي چارو ریاست د دولتي شرکتونو او تصدیو مسایل او تخنیکي برخې تر څارنې لاندې نیسي او په دې هکله اطمینان حاصلوي چې له دې شتمنیو نه ډېره ګټه اخستل کېږي. په دې توګه، نوموړی ریاست د وزارت د لومړني ستراتیژیک هدف یعنې د سوداګرۍ لپاره د ښه چاپیریال برابرول او د افغانستان د سوداګرۍ د څانګو درجه بندي په لاسته راوړلو کې برخه لري.

 

هغه تصدۍ چې د صنایعو د تخنیکي چارو ریاست له خوا اداره کېږي د فعالیت په بېلابېلو لیکو کې قرار لري، چې په لاندې توګه ښودل شوې دي:

 

شمېره

د موسسو نومونه

اوسنی حالت

کتنې

1

د بګرامۍ د نساجۍ پروژه

په قسمي توګه فعاله ده

کوچنیو سرمایه ګذاریو ته په اجاره ورکړل شوې ده.

2

د هرات د پنبې د نساجۍ پروژه

په قسمي توګه فعاله ده

په ۲۰۱۱ کال کې په اجاره ورکړل شوه.

 

3

د کندهار د تار د نساجۍ تصدي

غیر فعاله ده

جایدادونه یې د ساتنې او جوړونې لاندې دي

4

د کندهار د مالوچو تصدي

غیر فعاله ده

جایدادونه یې د ساتنې او جوړونې لاندې دي

5

د بلخ د نساجۍ تصدي

په قسمي توګه فعاله ده

د یوې تصدۍ په توګه تار تولیدوي

6

د هلمند د بست تصدي

فعالیږي

د یوې تصدۍ په توګه بنبه، غوړي او صابون تولیدوي

7

د بلخ د پنبې پاکولو او مطبعې تصدي

په قسمي توګه فعاله ده

د نپکود شرکت ته په اجاره ورکړل شوې ده او اوسمهال په ګټوره توګه فعالیت کوي.

8

د کندز سپین زر تصدي

په قسمي توګه فعاله ده

د نپکود شرکت ته په اجاره ورکړل شوې ده او اوسمهال په ګټوره توګه فعالیت کوي.

9

د هلمند د حجارۍ او نجارۍ ګډه تصدي

په قسمي توګه فعاله ده

له خصوصي سکتور سره د تړلي همکار په توګه فعالیت کوي.

 

 

د تخنیکې برخو اداره کول د دولتي صنعتي موسسو په فعالیتونو او وضعیت دواړو پورې اړه لري، لکه د ماشین الاتو، تجهیزاتو او جوړښتنو اوسنې نا درست وضعیت. نو په دې بنسټ په اوسني وخت کې د صنایعو د تخنیکي ریاست بنسټیز او مهم فعالیت د هغو تصدیو او شرکتونو په هکله د څارنې او نویو معلوماتو د راټولولو پورې اړه لري چې ددې له ادارې لاندې واقع دي.

 

د صنایعو د تخنیکي چارو ریاست بله مهمه او بنسټیزه دنده د اصلاحاتو د عملي کولو او د تصدیو د مالي چارو د څېړنې له ریاست او دولتي شرکتونو سره همکاري تشکیلوي، ترڅو له دې لارې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د شتمنیو څخه د ښې ګټې اخستنې لپاره د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه او په عواید کې ډېروالی د دولت په ګټه تمام شي. په داسې حال کې چې د صنایعو د تخنیکي چارو ریاست په تېر کال کې د موضوع په تړاو دوه کامیابې بېلګې تعقیب کړې دي.

  1. دوو نړۍ والو سرمایه ګذارانو ته د کشمیرې د څلورو صنعتي پارکونو د څانګو په اجاره ورکول چې د کشمیرې د پروسس په برخه کې علاقه لري او د هرات د تار د نساجۍ په فابریکه کې په نوې بڼه رامنځته شوې دي.
  2. د ګرشک د پنبې د تولید او پروسس دستګاه د صنعتي پارکونو او سړو خونو د جوړولو په خاطر په اجاره ورکول چې غیر فعاله وه.

په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د صنعایو د تخنیکي چارو ریاست کار او فعالیت د پورته اقداماتو د عملي کولو د څارنې په شمول او همدارنګه د وزارت د سوداګریزو عوایدو د ډېرېدو په خاطر د نورو فرصتونو د پېژندلو څخه عبارت دی.