د ترانزیتي اسانتیاوو ریاست

2   د ترانزیت او سوداګریزو اسانتیاوو ریاست

د ترانزیت او سوداګریزو اسانتیاوو ریاست د پالیسیوو طرحه کولو، بنسټيزو پروژو او میکایېزمونو د همغږۍ مسولیت لري ترڅو د افغانستان په داخل او بهر کې د نړۍ والې سوداګرۍ د ګټورو اقداماتو په اړه لا ډېر ډاډ حاصل شي. په عمومي توګه دغه ریاست د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د دویم ستراتیژیک هدف د لاسته راوړلو لپاره چې د افغانستان په داخل او بهر کې د افغاني تولیداتو د کم مصرفه او ګټور لیږد له لارې د سیالیو او نړۍ والې سوداګرۍ له ښه والي څخه عبارت دی دنده ترسره کوي.

دغه کار د خصوصي سکتور د ترانزیتي خدمتونو د لا زیاتې ودې لپاره د تشویق زمینه برابروي، په ځانګړې توګه بارچالاني او د خصوصي سکتور د صنعتي مشارکت او دولت تشویق چې د داخلي یا وچو بندرو د ترمینالونو ، د بارچالانۍ او لوژیستیکي مرکزونو د رامنځته کولو څخه عبارت دي. په دې برخه کې نوموړی ریاست بار چالانونکو او نړۍ والو لیږدوونکو ته د جواز نامو د ورکړي د کاري مقرراتي او حقوقي چوکاټ د څارنې مسولیت په غاړه لري.  

همدارنګه د ترانزیت او سوداګریزو اسانتیاوو ریاست په بندرونو کې د شیانو د لیږد د مدیریت څخه د نظارت په موخه، د ځمکنیو او هوایي بار چالانیو د مسایلو د حل په موخه د پالیسۍ طرحه او ترتیب، او د هغو خنډونو کمول او له منځه وړل چې د ګټورو ترانزیتي او له پولې پورې غاړه فعالیتونو مخه نیسي، یوه مهمه دنده ترسره کوي. چې دغه کار د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د یوې بندري ادارې (د بندري خدمتونو ګډ شرکت) د رامنځته کولو لپاره په ازمایشي امکاناتوکې شامل دی.

همدا رنګه د ترانزیت او سوداګریزو اسانتیاوو ریاست کار د نړۍ والې سوداګرۍ ریاست پر کار باندې سوداګریزو مذاکراتو ته د نظریاتو د وړاندې کولو او افغانستان هغو پینځو متباقي نړۍ والو تړونونو ته د لاسرسي په موخه اماده کول چې د اسیا او ارام سمندر (ESCAP) د اقتصادي او ټولنیز کمیسون له خوا وړاندې شوي دي تمامېدلو څخه عبارت دی. د کار په دې برخه کې، د خصوصي سکتور سره همکاري او همغږي ددې ریاست د فعالیت لپاره یو سم او پر ځای کار دی لکه د ترانزیت ، لیږد او طرزالعملونو اړوند د ټولو معلوماتو برابرول د خپرونو او ترنزیتي معلوماتو د برابرونکو برخو له لارې.

په راتلونکي کال کې به ریاست په یو شمېر فعالیتونو باندې چې د سرحدي بندرونو د مدیریت په اصلاحاتو، د باربرۍ د مقرراتو ښه والي، د سامانونو ترانزیت او مهمو مسایلو ته پاملرنې په ځانګړې توګه د مهمو سوداګریزو شرکتونو لکه چین، تاجکستان او ایران پورې اړه لري غور وکړي.