د اقینې بندر

اقینه یا اګینه                                                                                                          

د اقینې سوداګریز بندر چې د ګاونډي هېواد ترکمنستان سره د اندخوی ښار په (۳۵) کیلو مترۍ کې موقعیت لري، چې د هېواد په سوداګریزو اړیکو کې یو له هغه بندرونو څخه شمیرل کېږي، چې افغانستان د اسیایې او اروپایې هېوادون سره نښلوي.                                                           

هغه واټن کرښه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په کال (۱۸۸۷) میلادي کې دپخواني شوروي اتحاد، لویې بریتانیې او افغانستان له لوري تعین شوه، په جدا کونکو نښو لکه اغزن سیم او په ځینو برخو کې کانکریتي ستنې چې د دواړو هېوادونو په بیرغونو ښکلې شوي دي، مشخصه شوې ده.                   

کچېرې د هغه وخت اروپایې او اسیایې خلکو سوداګریزو اړیکو او له دغې لارې څخه د سوداګرۍ د څرنګوالي تاریخي شاه لید ته وګورو، نو په روښانه پوهېدلی شو، چې د نن ورځې اقینه لار د ورېښمو د لارې سره نښلي، چې سوداګریز کاروانونه او بارونه د یادې حوزې د هېوادونو ترمنځ د هومدغې لار په سبب اوښتي او تبادله شوي دي.                                                                                    

او ګمرکي چارې یې د سرحدي کمیسارۍ په نوم د دولتي ادارې په رامنځته کولو او د اندخوی ښار تر څنګ چې د بخارا دروازې په نوم یادېږي د عبوري دروازې په جوړولو سره ترسره کېدې.             

د اقینه بندر چې د څېړونکو په وینا سوداګریزې او دودیزې اړیکې یې درلودې، په روسیه کې د اکتوبر انقلاب له بریالیتوب څخه وروسته د دواړو هېوادونو د  خلکو او سوداګرو پر مخ وتړل شوه، چې دا کار دتېرو کالونو پورې په خپل حال باقي پاتې ؤو.                                                                   

له نیکه مرغه په هېواد کې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د نږدې یو قرن په تېرېدو سره په کال (۱۳۷۱) کې دبیا ځل لپاره د اقینه بندر د ترکمنستان حکومت سره په تفاهم پرانستل شو او سوداګریز فعالیت د همدغې لارې د ګمرک، سرحدي امریت او بهرنیو چارو وزارت په نماینده ګۍ جوړولو سره پیل شوې.  

اوسمهال په دغه بندر کې د سرحدي ګمرک د مدیریت سربیره نورې ادارې لکه د افسوټر او استراس شرکتونو نماینده ګیانې، نفتي مواد، دولتي او خصوصي ترانسپورټ او ملي امنیت فعالیت لري او هر یو په خپلو برخو کې په دندو بوخت دي. د اقینه سوداګریزبندر وړوکی ښارګوټی لري او شاخوا (۵۰۰) دولتي او خصوصي کسان د هټیوالو او کسب ګرو په ګډون په دغه ځای کې اوسېږي.

هغه مالونه چې د دغه بندر له لارې افغانستان ته راوړل کېږي، زیاتره یې ارتزاقي مواد، استهلاکي مواد، تخنیکي مواد، نفتي مواد، طبي درمل او همداراز له ایران، چین، ترکیې، متحده عرب امارات، المان، رویسې، اندویزیا، مالیزیا، کوریا، جاپان او ترکمنستان هېوادونو څخه موټر او حیواني او کرنیز محصولات واردېږي او دافغانستان څخه یو اندازه قالینې، قره قل پوستکي، دپسانو کولمې، زغیر، کنجد، سفند دانه، شیرین بویه، ستوق، ممیز، غوزان، بادام او داسې نور جنسونه د سوداګرو له لوري ایران، ترکیې، فنلند، روسیې او عربستان هېوادونو ته صادرېږي چې د ورته فعالیتونو عواید هر کال مخ پر زیاتېدو دي.                                                                                                          

شیرخان بندر:                                                                                                       

شیرخان بندر دافغانستان شمال لورته د تاجکستان او افغانستان ترمنخ موقعیت لري. دشیرخان بندر او تاجکستان ترمنخ لوی سیند آمو په نوم بهېږي چې دپنځو پلونو په واسطه سره نښلول شوي دي.          

شیرمحمد ناشر د خروټو د قبیلې د غلجي قوم له مشهورو خانانو او مشرانو څخه وه، چې د افغانستان په تاریخ کې دشیرخان په نوم مشهوره دی.                                                                          

له هغې وروسته چې حبیب الله کلکاني د نادر خان له لوري شکست وخوړ، د شیرخان ځواکونو دیاغیانو د ځپلو په موخه د افغانستان شمال لورته حرکت وکړ او دافغانستان او تاجکستان ترمرز پروې سیمې یې ترکنترول لاندې راوستې، نادرشاه د اوضاع د قراري په موخه فرمان صادر کړ څو شیرخان او افراد یې په کندز ولایت کې مېشت شي. شیرخان په کال (۱۳۰۹) ه ش کې د قندهار دوالي توګه وګمارل شو او د څو کالونو وروسته د کندز ولایت د ځواکمنو او شتمنو کسانو څخه وشمېرل شو.                          

 د شیرخان ځوی غلام سرورناشر د کندز په ښار کې څو مرکزونه لکه شیرخان بندر، دپنبه دانې غوړیو د تولید شرکت، سپین زر هوټل او داسې نور جوړ کړل.                                                      

شیرخان د هاشم خان له لوري چې د ظاهرشاه کاکا وه، ووژل شو.                                           

د (۲۰۰۷) کال د اګست په (۲۶) مه چې شیرخان بندر د افغانستان او تاجکستان دواړو هېوادونو ولسمشرانو هریو حامد کرزي او امام علي رحمان له لوري پرانستل شو، چې له همغه وخته تر نن پورې دغه پله وکولای شول، چې دمسافرو او سوداګرو لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې او هره ورخ په لسګونو عرادې موټر او لارۍ له دغه پله څخه اوړي او رااوړي.                                            

دغه پل (۶۷۲) متره اوږدوالی او (۱۱) متره پلنوالی لري او د (۳۷۵۰۰۰۰۰) امریکایې ډالروپه لګښت د امریکا متحده ایالاتو او د ناروې شاهي هېوادونوپه مرسته جوړشوی او یوله هغو لاسته راوړنو څخه دی چې د دواړو افغانستان او تاجکستان هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ سمبول شمارل کېږي.

باید وویل شي، چې د امریکا متحده ایالات (۱۴۵۰۰۰۰۰) ډالر د دغه سرحد د دواړو غاړو د تجهیزاتو د تکمیل لپاره نور هم په غاړه اخستي دي.                                                                         

د حیرتانو بندر وړوکی ښارګوټی دی چې د افغانستان او ازبکستان سرحدونو ترمنځ واقع دی. دغه ښار دبلخ ولایت په شمال کې موقعیت لري او د افغانستان له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه شمیرل کېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي کرښه د آمو سیند جوړوي. په کال (۱۹۸۲) کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ پل دپخواني سوسیالستي شوروي اتحاد له لوري جوړ شو چې افغانستان د منځنۍ اسیا، چین او روسیې هېوادونو سره نښلوي.                                                                            

د تېرو (۳۳) کالونو جګړو پر وخت د افغانستان د سوداګرۍ لپاره تر ټولو غوره او امن ترینه لاره د حیرتانو لار وه .                                                                                                     

د افغانستان ټول سوداګریز بندرونه د دولتونو ترمنځ د سیاسي پېښو پر سر تړل شوي ؤو. د حیرتانو لوړوالی د بحر له سطحې څخه (۳۰۰) متره دی ، ګرمه هوا لري او د دغه ښار پیداوار د آمو د سیند ماهیان دي.                                                                                                          

د حیرتانو د ګوري مار اوسپنیزې لارې پروژه د (۲۰۱۰) کال د جنوري د میاشتې په (۲۲) مه کې د ازبکستان ریل کمپنۍ له لوري د (۱۷۰) میلیونه ډالرو په ارزښت پیل او د (۲۰۱۱) کال د جون په میاشت کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.                                                                        

د دغې اوسپنیزې لارې بودیجه د اسیایې پراختیا بانک له لوري ورکړل شوه، دغه اوسپنیزه لار (۱۰) کیلو متره د ترمز ښار ته او (۷۵) کیلو متره د ګوري مار ترمینل پورې اوږدوالی لري.               

د دغې پورژې بودیجه د جاپان او امریکا مالي مرسته وه چې (۵) میلیونه ډالر یې افغان دولت ورکړي دي. او د دغې پروژې دوهم مرحله د شیرخان بندر او د ایران بحري بندر پورې د اوسپنیزې لارې جوړول دي.