د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون ته یوه کتنه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون یا(APTTA)د ۲۰۱۱ کال د جون میاشتې په ۱۲مه نېټه د یادو هېوادو د حکومتونو ترمنځ نافذ شو. دا تړون افغان لاریو ته اجازه ورکوي چې د کراچۍ سمندري بندر، قاسم بندر او ګوادر بندر له لارې د هند او چین او دا راز د نړۍ د پاتې برخو سترو بازارو ته افغان محصولات ولېږدوي. دا تړون د ۱۹۶۵ کال تړون، چې د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون یا (ATTA)په نامه یادیږي، ځای نیسي.

کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون یا (APTTA) په بشپړ ډول پلی شي، بهرنیو مارکېټونو ته به د افغان اموال استول اسانه او ارزانه پرېوځي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون یا (APTTA) مزیتونه:

  • افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی. د  APTTA تړون د افغان اموالو صادرات بهرنیو مارکېټو ته زیات هڅوي چې په دې کې د نړۍ ستر مارکېټونه راځي لکه د هند مارکېټ چې ۱.۱ میلیارده او د چین مارکېټ چې ۱.۲ میلیارده وګړي لري.
  • د APTTA  تړون به په پولو کې افغان صادراتي اموال زیات او ځنډ به راکم کړي. په دې سره افغان صادراتي اموال په بهر کې لا د سیالۍ وړ، راجلبېدونکي او د رانیولو وړ ګرځي.
  • د APTTA  تړون په پولو کې د معیارونو او طرزالعملونو په ساده کولو سره په دواړو هېوادو کې سوداګري او ګمرکي روشونه عصري کوي.
  • پاکستان به د دې جوګه شي چې د مرکزي اسیا او ایران مارکېټو ته لاسرسی ومومي.
  • د APTTA  تړون به په پاکستان کې دننه اشتغال او سوداګري تحریک کړي؛ ځکه خدمات او لوجستیکي سوداګرۍ له افغان لاریو سره مرسته کوي.
  • په پای کې، د APTTA  تړون د ټرانزیټ لګښتونه راکموي.

د ټرانزیټ ازادي

د APTTA  تړون د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانزیټ د ازادۍ تضمین کوي.

  • په دې مانا چې افغان لارۍ کولای شي له وړاندې نه د ټاکل شویو لارو او د منل شویو دهلیزونو په اوږدو کې له پاکستانه تېرې شي.
  • افغانان کولای شي د خپلې خوښې ډول وسایط غوره کړي، خو باید په مشخص شویو لارو پاته او په ټاکل شوي وخت کې له پاکستانه وځي.
  • د کورنیو وسایطو لپاره هېڅ ډول ترجیحي چلند نه شته.
  • د بندرونو او اورګاډو نرخونه د هغو نرخونو په شان دي چې په کورنیو هغو پلي کیږي. د بېلګې په ډول، په دې مانا چې د اورګاډي د محمولې لګښت باید د هر هېواد د کورنیو محمولو په شان مساوي وي.

سوداګریز موجودیت

افغان بارچلوونکو او د ټرانسپورټ متصدیانو ته اجازه شته چې په پاکستان کې سوداګریز فعالیتونه رامنځته کړي چې له سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو سره مرسته وکړي.

د اسنادو دوه اړخیزه پیژندنه

د چلوونکو د لېسنس او هغو وسایطو د اسنادو دوه اړخیزه پېژندنه هم شتون لري چې د هر هېواد کورنیو چارواکو صادر کړي. د پلټنې یا تفتیش د اسنادو دوه اړخیزه پېژندنه هم شتون لري.

 

د پلټنې ځایونه

هر هېواد به د پلټنې ځایونه جوړ کړي چې د دواړو هېوادو اتباعو د پوښتنو او اندېښنو ځواب ووايي.

 

مجاز لګښتونه

په ټرانزیټي اموالو هېڅ ډول ګمرکي محصول یا مالیات نه شته، خو یو شمېر لګښتونه مجاز دي چې لاندې موارد په برکې نیسي: د وزن کولو، سکن کولو، له پله نه د تېرېدو باج ، د سړک، تونل او تمځای فیسونه. ټول لګښتونه باید معقول او بې له تبعیضه وي.

 

مخنیوی/ممانعت

هېڅ دول تدابیر چې د دغه تړون لمخې نیول شوي، نشي کولای عامه مورال، د بشر، ځناورو، نباتاتو ژوند، ملي زېرمې، د هېواد امنیت او د دواړو خواوو موافقه شوې ګټې له خطر سرخ مخامخ کړي.

 

څارنه او د شخړو هوارونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ د همغږۍ اداره دغه تړون څاري. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ د همغږۍ په اداره کې د دواړو هېوادو څخه د حکومت او خصوصي سکتور غړي شامل دي. دا غړي په کال کې دوه ځله یا د اړتیا په صورت کې له دې نه زیات سره غونډه کوي.

دا تړون د شخړو د هواري هغه پلاوی هم په ګوته کوي چې د شخړو ځانګړې پیښې پلټي. په هر پلاوی کې د دواړو هېوادو او د یوه بې پلوه درېمګړي هېواد استازي شامل دي. دا پلاوی د شخړې د اړوندې پیښې شواهد څېړي او وروستۍ پرېکړه کوي. دا فیصلې او پرېکړې وروستۍ یا نهایي ګڼل کیږي.

د (APTTA) تړون سیمه ییزې پراختیا ته وده ورکوي

د APTTA تړون د دواړو هېوادو ترمنځ د پیاوړیو سوداګریزو اړیکو په رغولو سره غواړي د دغو هېوادو اقتصادي وده وهڅوي. دا تړون د دواړو هېوادو ترمنځ اقتصادي اړیکي غښتلي کوي او د دواړو هېوادو له لارې په سیمه کې د اموالو سالم او اغېزمن انتقال یقیني کوي.

دا تړون د سافټا تړون د پلي کېدو چارې اسانه او ارزانه کوي. د سافټا تړون په سیمه کې د افغاني محصولاتو د تعرفې بیې راټیټوي. د APTTA تړون له پراخه سیمه ییز امنیت سره هم مرسته کوي؛ ځکه افغانستان او پاکستان په ګډه د متقابلې اقتصادي پراختیا او سوکالۍ لپاره کار کوي.