هغه اسناد او طرزالعملونه چې اپټا یې اړین ګڼي

د لنډ مهالې اجازې سند

  • دا سند کوربه هېواد ته د موقتي یا لنډمهالې اجازې شواهد برابروي (د ټرانزیټ هېواد).
  • دا سند وړیا دی او د ټرانسپورټ انتقالوونکي ته د ورود په ځای کې د واحد انتقالوونکي لپاره صادریږي او د انتقال وړ نه دی. په دې کې د بانکي ضمانت جزیات شامل دي.

د لنډ مهالې اجازې سندونه په دوه ډوله دي، یو د سمندري بندر لپاره او بل یې د زمکنۍ پولې یا سرحد لپاره. دواړه ډوله یې د ۳۰ ورځو لپاره د اعتبار وړ دي. (د دواړو هېوادو ترمنځ د وروستۍ دوه اړخیزې غونډې په ترڅ کې په دې اړه هوکړه وشوه او د APTTCA په راتلونکې غونډه کې باید لاسلیک شي). یوه خروجي ټاپه یا مهر د لنډ مهالې اجازې سندونه ترخیصوي او د بانکي تضمین بیا ورکړه یقیني کوي.

د ترانزیټ په حال کې د بار وړونکو وسایطو بانکي تضمین

انتقالوونکي باید داسې بانکي تضمین چمتو کړي چې پر وسایطو یوه برخه یا ټول ګمرکي محصولات یا مالیات په برکې نیسي. د بانکي تضمین دقیق مبلغ د دواړو هېوادو د حکومتونو او بانکونو ترمنځ نه دی ټاکل شوی.

سر بېره په دې، بانکي تضمین باید د صادرېدو له نېټې لږ تر لږه شپږ میاشتې وروسته نافذ شي. دا بانکي تضمین باید داسې یو بانک صادر کړي چې په دواړو هېوادو کې فعالیت ولري. بانکونه د وسایطو له متصدیانو سره په ګډه په وسایطو باندې د ټولو وارداتي محصولاتو، مالیاتو او ټکټانې مسولیت لري البته که چېرې د لنډ مهالې اجازې سند په برخه کې کومه بې نظمي یا په ترخیص کې ستونزې موجودې وې.

په ټرانزیټي اموالو باندې ګمرکي تضمینات

ګمرکي تضمینات یوازې د درېمګړي هېواد څخه د ټرانزیټي اموالو لپاره اړین او لازمي دي. د بېلګې په ډول، دا ګمرکي تضمینات د کراچۍ له لارې افغانستان ته په جاپانیو ټرانزیټي اموالو او په هغو اموالو باندې پلي کیږي، چې پاکستان یې له مرکزي اسیا نه واردوي. له پاکستان یا افغانستانه صادرات ګمرکي تضمیناتو ته اړتیا نه لري.

هغه خلک چې په منظم ډول ګمرکي اموال ټرانزیټ کوي د دې مستحق دي چې موجود بانکي تضمین چې د یوه کال لپاره د اعتبار وړ وي، وړاندې کړي. بیمه یا نغدې پیسې د ګمرکي تضمین لپاره په ګمرکاتو کې د منلو وړ دي.

دواړه حکومتونه دې هوکړې ته ورسیدل چې بیمه باید د ګمرکونو او هغو محصولاتو د لګښت له یوې ۱ سلنې نه زیات نه وي چې د حساسو اموالو لپاره ورکول کیږي او 0،8 سلنه په غیر حساسو اموالو باندې د ګمرکي محصولاتو او مالیاتو لپاره.

حکومتونه د حساسو اموالو لست نهایی کوي (دا به د استثنايی حساسو اموالو لړلیک یا لست وي. دا د سافټا د حساسو اموالو لست نه دی). د بیمې شرکتونو دا نرخونه تر اوسه پورې نه دي منلي او په لوړو نرخونو ټینګار کوي.  ګمرکي تضمینات په مجموع کې د اموالو ۱۰٪ سلنه لګښت په برکې نیسي.

لارۍ باید کانتینري شي

ټول ټرانزیټي اموال باید د نړیوالو مشخصاتو سره سم په کانتینرونو کې انتقال شي. افغانستان درې کاله وخت لري چې خپلې لارۍ ګانې کانتینري کړي. په عین وخت کې، لارۍ ګانې باید د مهر و لاک د نړیوالو تایید شویو معیارونو سره سم مهر و لاک شي. عمده او له اندازې زیاته محموله په سرخلاصو لارۍ ګانو کې انتقالېدای شي. ژر خرابېدونکي اموال لکه تازه مېوه او ترکاري هم په سرخلاصو لارۍ ګانو کې لېږدول کیږي.

 

د درېمګړي لوري بیمه

ټرانزیټي لارۍ ګانې باید، د کوربه هېواد له قواننیو سره سم، د درېم ګړي د مکلفیت بیمه ولري.

 

د څو ځلي (کثیر الوردو) ورود جواز

چلوونکي مکلف دي چې له کوربه هېواده د څو ځلي (کثیر الوردو) ورود د ټرانزیټ جواز ولري. دا جواز، چې هره استوګنه یا سفر په کې له ۱۵ ورځو زیات نه شي، د شپږو میاشتو لپاره د اعتبار وړ دی.

 

ځانګړې مجوزې شوې لارې

ځانګړې لارې شته چې په تړون کې یې حکم شوی دی. د ګاډو چلوونکي باید په ټاکل شویو لارو تګ راتګ وکړي. په افغانستان کې د ټرانزیټ مسیر د سپین بولدک یا تورخم له لارې دی. غلام خان (لاره) هم په دې تړون کې شامل دی، خو تر اوسه فعال نه دی او وروسته به پرې پرېکړه وشي. د ګاډو ټول چلوونکي باید تر ټولو هوسا او په ټاکل شویو لارو تګ راتګ وکړي.

 

پېښې او ناڅاپي حالات

د ټرانزیټ د پېښو او حالاتو په اړه  باید په کوربه هېواد کې تر ټولو نږدې ګمرک یا بلې ادارې ته خبر ورکړل شي. که چېرې ټرانزیټي اموال د ناڅاپي سترې پېښې له کبله درول کیږي، انتقالوونکی باید سمدستي احتیاطي تدابیر ونیسي چې د اموالو د پېښې د خپرېدو مخنیوی وشي. کوربه هېواد باید  د سفر په پلان کې له هر بدلون څخه خبر شي.

 

د نقلیه وسایطو شرایط

ټول نقلیه وسایط باید لاندې ارقام ولري:

  • د مطابقت سند
  • تشخیصیه نښې
  • د ثبت سند
  • د ثبت پلېټ
  • د هویت بېلوونکې نښه

له دې نه علاوه، نقلیه وسایط باید لاندې مقررات رعایت کړي:

  • له هغه حد اکثر وزن او بعد څخه لږ سپک چې په تړون کې یاد شوي.
  • د اکسل له حد اکثر بار څخه لږ بار وړل.

د تعقیبولو وسیله

یاد تړون په دې ټینګار کوي چې ټول نقلیه وسایط دا وسیله له ځان سره ولري چې په کوربه هېواد کې یې دقیق ځای څرګندوي. دواړو هېوادو په دې هوکړه وکړه چې د دغه حکم تنفیذ وځنډوي.

منع شوي فعالیتونه

لاندې فعالیتونه د تړون په اساس منع شوي دي:

  • افغان لارۍ چې د پاکستان له لارې ټرانزیټ کوي، اجازه نه لري چې خپل اموال په اموالو باندې د ګمرکي محصول او مالیې ورکړې پرته په پاکستان کې انتقال کړي.
  • د درېمګړي هېواد اموال د ټرانزیټ په هېواد کې انتقالېدای نه شي. د بېلګې په ډول، له چین نه اموال د افغان لاریو په ټرانزیټولو سره نه شي کولای په پاکستان کې یوه ځای انتقال شي.
  • افغان لارۍ نه شي کولای هندي اموال په واګه پوله کې بار کړي.
  • افغان لارۍ اجازه نه لر چې په پاکستان کې اموال بار او په دغه هېواد کې یې بېرته تخلیه کړي.

د یاد تړون په اساس، له پورتنۍ هرې مقررې څخه سرغړونه بې نظمي بلل کیږي. د هر ډول بې نظمۍ پایله د بانکي تضمین یا ګمرکي تضمین جعل کاري کېدای شي.