د سهيلي اسیا د ازادې سوداګرۍ تړون

د سهيلي اسیا د ازادې سوداګرۍ تړون لنډه کتنه

د سافټا تړون څه شی دی؟

 

د ۲۰۱۱ کال په نومبر میاشت کې، هند په افغان صادراتي اموالو باندې تعرفه 0 ٪ ته راټیټه کړه؛ په داسې حال کې چې پاکستان خپله تعرفه په افغان صادراتو، چې په حساس لست کې شامل نه وي، ۵٪ سلنې ته راکمه کړه. سر بېره په دې، پاکستان به په خپل حساس لست کې د اقلامو شمېر د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې ۲۰٪ راټیټ کړي.

د سهېلي اسیا د ازادې سوداګرۍ تړون یا سافټا یوازې د سوداګرۍ تړون دی چې د فرا منطقه یی صادراتو لپاره د تعرفو په کمولو سره په سهېلي اسیا کې سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا ته وده ورکوي.

د سهېلي اسیا د ازادې سوداګرۍ تړون یا سافټا کې د سارک اته غړي هېوادونه شامل دي، چې عبارت دي له بنګلادېش، بوتان، هند، مالدیف، نیپال، پاکستان او سرېلانکا څخه او افغانستان په ۲۰۰۵ کال غړی شوی.

د سافټا تړون په ۲۰۰۶ کال کې پیل شو چې موخه یې د سارک په هېوادو کې د فرا منطقه یی سوداګرۍ لپاره د تعرفو راکمول دی. یادو غړيو هېوادو هوکړه کړې چې په خپلو کې به په هغو اموالو باندې د تعرفې نرخ ټیټوي چې په حساس لست کې شامل نه وي او په دې شرط چې یاد اموال د تړون د منشا د قواعدو د حکمونو سره سم تولید شوي وي.

 یاد تړون کې هغه احکام هم شامل دي چې ګمرکي همکارۍ، د شخړې هواری، د سوداګرۍ اسانتیا، د صنعت په وړاندې د زیان مخنیوی او تخنیکي مرستې لپاره د واجدې شرایط کېدو پورې اړوندیږي.

د سافټا تړون فوق العاده موخه دا ده چې د سهېلي اسیا بشپړه تازه کاره اقتصادي ټولنه، چې اروپايي ټولنې ته ورته ده، په کار واچوي او عملي یې کړي. دا به ډېر وخت ونیسي. اوسمهال، د سافټا تړون یوازې د اموالو سوداګري په بر کې نیسي. همدا راز، د خدماتو د سوداګرۍ په اړه د یوه کېدونکي تړون په اړه خبرې اترې شوې، خو د سارک غړیو هېوادو یې لا په جزیاتو هوکړه نه ده کړې.

د سافټا تړون موخه ، د سوداګرۍ په وړاندې د خنډونو په لرې کولو، د ازادې سوداګرۍ په سیمه کې د سیالۍ لپاره د شرایطو په برابرولو، ټولو ته د مساوي ګټو په تامینولو او د متقابلو او دوه اړخیزو ګټو د زیاتولو په موخه د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د یو چوکاټ په رامنځته کولو سره، دا ده چې دوه اړخیزه او متقابله سوداګري او اقتصادي همکاري زیاته او پراخه کړي.