د سافټا تړون څنګه کار کوي؟

د ۲۰۱۱ کال په نومبر میاشت کې، هند په افغان صادراتي اموالو باندې تعرفه 0 ٪ ته راټیټه کړه؛ په داسې حال کې چې پاکستان خپله تعرفه په افغان صادراتو، چې په حساس لست کې شامل نه وي، ۵٪ سلنې ته راکمه کړه. سر بېره په دې، پاکستان به په خپل حساس لست کې د اقلامو شمېر د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې ۲۰٪ راټیټ کړي.

د سافټا تړون اته غړي هېوادونه په لږو پرمختللو هېواد او پرمختلوو هېوادو وېشي. غړي هېوادونه خپلې ګټې او مکلفیتونه د خپلو کټګوریو لمخې د لږ پرمختللي هېواد یا پر مختللي هېواد په توګه ترلاسه کوي. لږ پرمختللي هېوادونه اوږده موده لري چې خپلې تعرفې راټیټې کړي؛ په داسې حال کې چې د نورو هېوادونو ټېټو تعرفو ته ژر او چټک لاسرسی مومي.

افغانستان له بنګلادېش، بوتان او نیپال هېوادو سره یو لږ پرمختللی هېواد بلل کیږي، خو پاکستان او هند نه دي. مالدیف په ۲۰۱۰ کال کې له دغه وضعیته وتلی او د سرېلانکا هېواد مختلط دی او د دواړو ډلو مرکز ته رسیږي.

د سافټا معاهده ټول غړي هېوادونه مکلفوي چې د خپلو تعرفو نرخونه په مخکې ټاکل شویو نېټو کې راټیټ کړي:

  • پرمختلونکي هېوادونه باید د لږ پرمختللو هېوادو لپاره خپلې تعرفې په ۲۰۱۱ کال ۵ سلنې یا له دې نه هم ټیټې ته راکمې کړي.
  • دا چې د تعرفې د کمولو پروګرام په ۲۰۰۶ کال کې پیل شو، افغانستان په سیمه کې لا له وړاندې د راټيټو شویو تعرفو څخه ګټه پورته کوي.
  • پاکستان او هند، چې دوه ستر د پرمختګ په حال کې هېوادونه دي، په ټولو افغاني محصولاتو باندې چې په حساس لست کې نه دي، خپلې تعرفې ۵ سلنې یا له دې هم لږ راکمې کړي.
  • نور ټول هېوادو باید تر ۲۰۱۶ کاله په ټولو افغاني محصولاتو باندې چې په حساس لست کې نه دي، خپلې تعرفې ۵ سلنې یا له دې هم لږ راکمې کړي. حساس لستونه د هغو ساتل شویو اقلامو لست دی چې د سافټا د ټیټو تعرفو مستحق نه ګڼل کیږي.
  • افغانستان هم اړ دی چې تر ۲۰۲۰ کاله په ټولو هغو اموالو، چې په حساس لست کې نه دي، تعرفې ۵ سلنې یا له دې هم لږ راکمې کړي.
  • د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په یوه بې ساري هوکړه لیک باندې خبرې کړې او افغانستان ته یې لس کاله وخت ورکړی چې خپلې تعرفې ۵ سلنې یا له دې هم ټیټې کچې ته راکمې کړي.

افغانستان په سیمه کې وار له مخې ټېتې تعرفې لري چې د تعرفې د ۶۰۰۰ خطونږ له ډلې نه یې ۳۷۶۴ قلمه توکي ۵ سلنه یا له دې هم ټیټه تعرفه لري.

د سافټا د تعرفو د راکمولو لړۍ به تدریجي او د تعرفې د خط لمخې به وي؛ ځکه کموالی د معیاري مبلغ لپاره په منظمو فاصلو کې رامنځته کیږي. دغه د یوې لسیزې اوږده لړۍ د تعرفو د ناڅاپي او نمایشي کمولو مخنیوی کوي او په افغان صنایعو کې بدلون اسانه کوي.