د منشا قواعد

د ۲۰۱۱ کال په نومبر میاشت کې، هند په افغان صادراتي اموالو باندې تعرفه 0 ٪ ته راټیټه کړه؛ په داسې حال کې چې پاکستان خپله تعرفه په افغان صادراتو، چې په حساس لست کې شامل نه وي، ۵٪ سلنې ته راکمه کړه. سر بېره په دې، پاکستان به په خپل حساس لست کې د اقلامو شمېر د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې ۲۰٪ راټیټ کړي.

                                

د سافټا تړون ځانګړي او مشخص شرایط لري او دا ډاډ رامنځته کوي چې له غړیو هېوادو څخه صادر شوي اموال په غړیو هېوادو کې تولیدیږي، کرل کیږي او استخراج کیږي.

دا ډول شرایط د منشا قواعد بولي. هغه اموال چې په درېمګړي هېواد کې تولیدیږي، د مثال په ډول په ایران یا جاپان کې، له سره بسته بندي یې ناشونی کار دی او د افغاني محصولاتو په څېر نه شي پلورل کېدای. په دې سره دوی غیر عادلانه ګټه ترلاسه کوي او دا اجازه ترلاسه کوي چې د سافټا تړون په اساس د هند او افغانستان ترمنځ د ټیټې تعرفی څخه ګټه پوره کړي.

له افغانستان څخه یا په دې هېواد کې تولید شوي اموال د سافټا ټیټې تعرفې ترلاسه کوي که چېرې د سافټا د یوه خاص غړي هېواد په حساس لست کې شامل نه وي او که چېرې د سافټا اړوند د منشا قواعد او شرایط پوره کړي.

په افغانستان کې تولید شوي اموال

د سافټا تړون د منشا قواعد زیات سخاوتمندانه دي. عمده قاعده په کې دا ده چې صادر شوي اموال باید په بشپړ ډول د افغانستان په خاوره کې تولید یا ترلاسه شي. په دې قواعدو کې هغه معدنیات شاملیږي چې د افغانستان له خاورې، د زراعتي محصولاتو له پرمختګه یا له هغو څارویو لاسته راځي چې په افغانستان کې پیدا او لویېږي.

په دې قواعدو کې هغه وارداتي بهرني اموال نه شاملیږي چې بېرته د صادراتو لپاره د لاندې اسانه چارو په ترسرولو سره چمتو شي:

  • مینځل
  • طبقه بندي کول
  • کنسروا کول
  • په ګودام کې ساتل یا لېږدول
  • راټولول، بیا بسته بندي کول، ټوټه ټوټه کول
  • ساده ګډول یا د محصولاتو رقیقول

د بېلګې په ډول، له مرکزي اسیا نه د را وارد شويو ګیلاسو بیا بسته بندي په کافي ډول په افغانستان کې نه ترسره کیږي چې د سافټا د ټیټې تعرفې وړ وګرځي.

په داخلي ارزښت زیاتوالی چې د افغانستان لخوا ضرور دی

په افغانستان کې تولید شوي محصولات باید په افغانستان کې پراسېس شي. د دې لپاره چې افغاني محصولات د سافټا ټیټه تعرفه ترلاسه کړي، په کار ده چې لږ تر لږه د ۳۰٪ په ارزښت صادراتي توکي (چې په وړیا ډول دکښتۍ له لارې پېرودونکو ته استول کیږي) په افغانستان کې تولید شي.

په دې کې مواد، اضافي لګښتونه لکه کرایه، اسانتیاوې لکه برېښنا، اوبه، مالیه او ګټه شاملیږي. که چېرې ۵۰ سلنه خام مواد له سافټا هېواده را وارد شي، یوازې د ۲۰٪ په ارزښت وړیا انتقالېدونکي صادراتي توکي باید له افغانستانه راشي.

د تعرفې په څلور عددي سرلیک کې بدلون

د صادراتي محصولاتو اساسي ماهیت باید په دې خاطر بدلون ومومي چې د سافټا تړون اړونده د منشا قواعد پوره کړي. ازبکي اومه لرګي په کوچنیو او وړو ټوټو پرېکول د محصول په ماهیت کې د سافټا د ټیټو تعرفو د راجلبولو لپاره کافي بدلون نه ګڼل کیږي.

له ازبکستانه د را وارد شوي لرګي څخه ښایسته افغاني فرنیچر جوړول د محصول په ماهیت کې د سافټا د ټیټو تعرفو د راجلبولو لپاره کافي بدلون ګڼل کیږي.

د وروستي محصول د څلور عددي هماهنګ شوي سیستم (HS Harmonized System) کوډ باید د تولیدېدونکي محصول د څلور عددي کوډ څخه توپیر ولري.  د افغاني خامو موادو د لازمې فیصدۍ د پوره کولو څخه دا خورا زیات ګران شرط بلل کیږي.

دا Download Introduction to SAFTA Booklet لینک ډاونلوډ کړﺉ چې عملي بېلګې وګورﺉ چې دغه محاسبې د تعرفې په نرخونو څه ډول اغېزه کوي. ۸ او ۹ مخ.

Download SAFTA Rules of Origin

د ملي یا ورته چلند په اړه یادښت

د سافټا هېوادو ته د افغاني صادراتي توکو په وړاندې باید هېڅ ډول تبعیض او توپیر نه وي

د سافټا هېوادونه نشي کولای د خپلو سیمه ییزو تولید شویو اموالو په پرتله له افغان صادراتي توکو سره بل ډول چلند وکړي. د سافټا د ملي یا ورته چلند د قواعدو لمخې، هر غړی هېواد باید د نورو غړیو هېوادو د محصولاتو په وړاندې د سوداګرۍ نړیوال سازمان یا WTO  د قواعدو لمخې ملي یا ورته چلند وکړي.

ملي یا ورته چلند په دې مانا کله چې وارداتي اموال له پولې واوړي، باید د کورنیو تولید شویو اموالو په څېر ورسره ورته چلند وشي. ملي یا ورته چلند د نړیوالې سوداګرۍ د قانون یو اساسي او د لومړیتوب حق لرونکی اصل ګڼل کیږي؛ ځکه دا ډاډ رامنځته کوي چې بهرني اموال، چې کله له پولې واوړي، په وړاندې یې له تبعیضه کار نه اخیستل کیږي.