ولې د سافټا تړون افغانستان لپاره مهم دی؟

د ۲۰۱۱ کال په نومبر میاشت کې، هند په افغان صادراتي اموالو باندې تعرفه 0 ٪ ته راټیټه کړه؛ په داسې حال کې چې پاکستان خپله تعرفه په افغان صادراتو، چې په حساس لست کې شامل نه وي، ۵٪ سلنې ته راکمه کړه. سر بېره په دې، پاکستان به په خپل حساس لست کې د اقلامو شمېر د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې ۲۰٪ راټیټ کړي.

د سافټا تړون په یوځای کېدو سره سترو مارکېټو ته لاسرسی تامینیږي، سیمه ییزه اقتصادي همکاري زیاتیږي او افغان سوداګرو ته مهم فرصتونه برابریږي. دا تړون د سهېلي اسیا اتو غړو هېوادو ترمنځ لکه هند، نیپال، سرېلانکا، پاکستان، بوتان، مالدیف، بنګلادېش او افغانستان سوداګریزې اړیکي تامینوي.

د سافټا تړون افغان صادروونکو ته زمینه برابروي چې د سهېلي اسیا په خورا ستر مارکېټ کې ۱.۵ میلیارده پېرودونکو ته لاسرسی ومومي. د سافټا تړون په اساس، په افغانستان کې په تولید شویو اموالو باندې سیمه ییزې تعرفې خورا ټیټې کچې ته راټیټیږي.

په دې سره افغان محصولات د سافټا په مارکېټ کې لا د اخیستو وړ او د لاسرسۍ وړ ګرځي چې افغانستان او افغان محصولاتو ته ښه ګټه برابریږي. د سافټا تړون افغان محصولات لا د سیالۍ وړ ګرځوي؛ ځکه د هند او پاکستان تعرفې د سافټا غړیتوب نه لرونکي هېواد یانې چین د اموالو لپاره لوړې پاته کیږي.

همدا راز، د دغه تړون په اساس د بهرنۍ پانګه اچونې لپاره زیات فرصتونه شتون لري؛ ځکه بهرني شرکتونو به په افغانستان کې د محصولاتو د تولید لپاره د سافټا له ټیټو تعرفو څخه ګټه پورته کړي. بهرنۍ پانګه اچونه د افغانستان اقتصاد وده او پراختیا زیاتوي او له سیمه ییز کار و بار سره د مرستې په کولو او کار موندلو سره بېوځلي او فقر راکموي.

د سافټا تړون دا ډاډ رامنځته کوي چې د سافټا ټولو غړو هېوادو له اموالو سره باید مساوي چلند وشي او په دې مانا چې افغان اموال د سافټا په مارکېټ کې د لوبې په یوه هوار ډګر کې سیالي وکړي. افغانستان د یوه لږ پرمختللي هېواد په توګه یو لړ خاص امتیازات ترلاسه کوي د دې لپاره چې د سافټا له مقرراتو څخه رعایت وکړي.

په ټولیزه توګه د سافټا تړون په ورته وخت کې د افغانستان اقتصاد لپاره سیمه ییزه مرسته او ملاتړ چمتو کوي او بهرنۍ پانګه اچونه تشویقوي او سیمه ییزو مارکېټو ته د افغان اموالو لپاره  لاسرسی برابروي.