حساس لستونه

د ۲۰۱۱ کال په نومبر میاشت کې، هند په افغان صادراتي اموالو باندې تعرفه 0 ٪ ته راټیټه کړه؛ په داسې حال کې چې پاکستان خپله تعرفه په افغان صادراتو، چې په حساس لست کې شامل نه وي، ۵٪ سلنې ته راکمه کړه. سر بېره په دې، پاکستان به په خپل حساس لست کې د اقلامو شمېر د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې ۲۰٪ راټیټ کړي.

حساس لستونه د غړیو هېوادو لپاره د پام وړ محصولاتو هغه لستونه دي چې د سافټا د ټیتې تعرفې څخه معاف دي.

له حساس لستونو څخه استفاده هېوادو ته اجازه ورکوي چې د کورنیو صنایعو او د ګمرکی عوایدو له مهمو سرچینو څخه څارنه او ساتنه کوي، خو له حساس لستونو څخه له حده زیاته استفاده کولای شي د مصرف کوونکو لپاره اموال زیات ګران کړي او د هېوادو ترمنځ سوداګري راکمه کړي.

په دې وروستیو کې، هند یو فوق العاده ګام پورته کړ چې د لږ پرمختللو هېوادو لپاره د تعرفې ټول خطونه یې لرې کړل پرته له ۲۵ خطونو څخه او پاکستان دې ته ژمن شو چې له خپل حساس لست نه چې د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې نافذ دی، د تعرفې ۲۳۳ قلمه له منځه یوسي.

لاندې لینکونه وګورﺉ:

Download Bangladesh Sensitive LIST For Least Developed Countries

Download Bangladesh Sensitive LIST For Non-Least Developed Countries

Download India – Revised Sensitive LIST for Least Developed Countries November 2011

Download India Sensitive LIST For Non-Least Developed Countries

Download Maldives Sensitive LIST

Download Nepal Revised Sensitive LIST For Least Developed Countries – November 2011

Download Nepal Sensitive LIST For Non-Least Developed Countries

Download Pakistan – LIST of 233 Tariff Lines Removed from Sensitive List November 2011

Download Pakistan – Sensitive LIST BEFORE Reduction of 233 Tariff Lines in November 2011

له هنده پرته، په سهېلي اسیا کې ستر حساس لست په سیمه کې د سوداګرۍ پراختیا محدودوي.  د سافټا تړون د غړیو هېوادو د حساس لستونو کموالی تشرېح کوي. غړیو هېوادو له دغه تړون سره سم د خپلو حساسو لستونو په کموالي پیل کړی، کوم  چې هر څلور کاله وروسته ۲۰ سلنه کموالی قیدوي.

افغانستان په دې وروستیو کې د تعرفې د خطونو د ۶۰۰۰ زریز شمېر له جملې څخه له ۱۰۶۳ خطونو څخه ۸۵۰ خطونو ته خپل حساس لست راټیټ کړی. د دغو اقلامو تعرفې د سافټا تړون په اساس نه راکمیږي.

لاندې لینک موجود دی:  Download Afghanistan Revised Sensitive List November 2011

د افغانستان په حساس لست باندې د تعرفې د اقلامو یوازې ۳۰ سلنه د تعرفې هغه نرخونه دي چې د اړتیا وړ ۵ سلنې څخه لوړ دي؛ په دې مانا چې که چېرې په حساس لست کې نه وای، د سافټا له کبله نور هم راټیټېدل.

د افغانستان د حساس لست لمخې، د تعرفې تر ټولو لوړ نرخونه په مېوې، سبزۍ، خستو یا زړو، د رغونې په لومړنیو توکو، مشروباتو، بوټو، د څرمنې او غالیو په موادو پلي کیږي.

د تعرفې د تر ټولو لوړ نرخونه په دې خاطر پلي کیږي چې کورني تولیدوونکي وژغوري. یو شمېر نور اقلام چې په افغانستان کې دننه نه تولیدیږي لکه: تمباکو، د سرامیک یا کاشي محصولات، عطریات، معدنيات او د سوند توکي، د عوایدو راټولو لپاره د دغو لوړو نرخونو تابع دي.