آذربایجان ته دصنعت او سوداګرۍ وزیر سفر او لاسته راوړنې

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۵ - ۱۵:۲۲
آذربایجان ته دصنعت او سوداګرۍ وزیر سفر

له آذرباییجان سره دلومړني هوایی دهلیز پرانیسته.
آذرباییجان ته په لومړني پرواز کې ۳،۴ ټنه سوداګریز توکي صادرشول چې په دغو توکو کې تازه او وچه میوه، زعفران، لاسي صنایع، غالۍ ددغه هیواد، پلازمینې باکو ته ورسیدل.
په باکو ښار کې دافغاني تولیداتو درې ورځنی نندارتون.
په دغه نندارتون کې وچه او تازه میوه، زعفران، غالي، مرمرډبرې، قیمتي او نیمه قیمتي کاڼي، نوشابه او دافغان محصولاتو خوراکي توکي، نندارې ته وړاندې شول.
ددغه سفر په پای کې دصنعت او سوداګرۍ وزیر اجمل احمدي ، دنفتو د تتدارکاتو هوکړه لیک له (OSCAR)سره لاس لیک کړ او همدا راز یې ددغه هیواد له چارواکو سره دمرمر ډبرو دلاډیرلیږد په اړه خبرې اترې وکړې.