د تیلو واردونکو سوداګرو سره مشورتي ناسته

چهارشنبه: دتلې ۲۱مه ۱۴۰۰ ۶ربیعالاول 1443
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیرښاغلي نورالدین عزیزي د کندهار ، فراه او نیمروز ولایتونود تیلو واردونکو سره دیاد وزارت د غونډو په تالار کې وکتل او د هیواد په بازارونو کې يې د ټیټ کیفیت لرونکو تیلو په اړه خبرې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر وویل چې موږ د افغانستان خلکو پروړاندې مسؤل یو او موږ باید د واردولو او پیرلو پرمهال د هغو کیفیت ته خاصه پاملرنه وکړو ترڅو ستونزې رامینځته نشي.
د تیلو واردوونکو سوداګر د ګاونډیو هیوادونو سره د تیلو په قرارداد کې د شته ستونزو په هکله خبرې وکړې او افغانستان د واردیدونکو تیلو په هکله يې خپل نظریات وړاندې کړل.
ښاغلي عزیزي،د تیلو پرکیفیت، چاپیریال ساتنې او د هیوادوالو روغتیا ته په پام سره وویل چې د بي کیفتیه تیلو واردول په هیڅ ډول د منلو وړ نه دې .
په پاي کې ښاغلي عزیزي له سوداګرو وغوښتل چې د خپلو قراردادونو په اړه معلومات او د نفتی توکو د کیفیت ښه والي لپاره خپل وړاندیزونه له دوې سره شریک کړي.