فابریکو ته په ورپېښو ستونزو خبرې وشوې

reza_admin
Tue, May 17 2022 2:16 PM
فابریکو ته په ورپېښو ستونزو خبرې وشوې

سه‌شنبه:د غويې 27مه ۱۴۰۱

د صنعتي پارکونو د عمومي رئيس عبدالعظیم قریشي په مشرۍ د صنعتونو او فابریکو په ستونزو د خبرو لپاره ناسته ترسره شوه. په ناسته کې په زیات شمېر سوداګرو او د فابریکو مسؤلینو ګډون درلود.

د صنعتي پارکونو عمومي رئيس په هیواد کې د صنعتونو د ودې لپاره هیله مندي څرګنده کړه او زیاته يې کړه چې د سوداګرو یو ځای کول د وزارت له هدفونو څخه دی او په ګډه باید دا هدف تعقیب شي. نوموړي همدا راز وویل چې هیڅ موازي ادارې ته به اجازه ورنکړی شي چې د صنعتي پارکونو په چارو کې لاسوهنه وکړي. د ښاغلي قریشي په وینا یوازې یوه اداره کولی شي چې سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او د وزارت د رهبرۍ په باور د ادارو ډېروالی د هیواد د سوداګري په ګټه نه ده.

د ناستې په اوږدو کې د ګډونوالو په استازیتوب ښاغلي فیضان هم خبرې وکړې او ګډونوالو ته يې د سوداګرو او  فابریکو د خاوندانو د ګډ کار او د معدنونو او سوداګري د خونې د تاریخچې په اړه مالومات وړاندې کړل. نوموړي د وزارت له مسؤلینو څخه د سوداګرو د اندېښنو د رفع کولو او ستونزو د حل غوښتنه وکړه. په وینا يې که فابریکو ته ورپېښې ستونزې او ګواښونه له منځه یووړل شي نو  فابریکې به خورا پیاوړې شي.

د ګډونوالو له جملې الحاج جبار ساپي او یو شمېر نورو سوداګرو هم خبرې وکړې او د معدنونو او سوداګري د خونې د ټاکنو غوښتنه يې وکړه.

د ناستې په پای کې د صنعتي پارکونو عمومي رئيس ښاغلي عبدالعظیم قریشي د ادارو په یووالي د ټينګار تر څنګ وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معدنونو او صنعتونو د خونې له هغو فعالیتونو ملاتړ کوي چې په هیواد کې د سوداګریز پرمختګ لامل ګرځي. نوموړي د صنعتونو او معدنونو خونې ټاکنو ته هم اشاره وکړه او زیاته يې کړه چې که سوداګر د ټاکنو د ژر ترسره کېدو غوښتونکي وي نو د خونې مسؤلین د شته قانون په اساس ټاکنو ته لاره هواره کړي. وزارت د خصوصي سکتور د ملاتړي په حیث د قانون په رڼا کې د یاد کار ملاتړ کوي.

Latest news

Thu, Dec 08 2022 8:53 AM
Background image

Afghanistan Investment Desk inaugurated

MoIC minister Mr. Noor Ud Din Azizi flanked by a number of cabinet ministers and private sector's notables inaugurated the facility.

Tue, Aug 02 2022 2:21 PM
Background image

Deputy Minister Met  the Governor of Kandahar Province 

Deputy Minister of Industry and Commerce Respected Mawlawi  Qodratullah Jamal Met with Mr.  Haji Yousef Wafa governor of Kandahar province

Tue, Jul 26 2022 3:37 PM
Background image

Audition to report  the Board of Raisin Directors of Export Development Department

Respected AL haj Nooruddin Azizi, Acting Minister of Industry and Commerce, spoke in the reporting program of Raisins, Fruits, Vegetables and Medicinal Plants Export Development. . .

BACK TO NEWS

Quick Links