د صنایع او معادن خونې او د شادیانو صنعتي پارک له فابریکو څخه لیدنه

reza_admin
Thu, Jun 23 2022 10:49 PM
د صنایع او معادن خونې او د شادیانو صنعتي پارک له فابریکو څخه لیدنه

پنج‌‌شنبه د چنګاښ ۲ نیټه ۱۴۰۱ کال 

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوی قدرت‌الله جمال د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت د صنایع او معادن اتاق او د شادیانو صنعتي پارک له فابریکو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ وزارت رئیس هم حضور درلود،  دشمال زون د صنایع او معادن رئیس محترم امام‌الدین سنایی‌زاده؛ یاد اتاق یې د صنعت کارانو ادرس یاد کړ، او وویل موږ سره هغه څوک صنعت کار دی چې عملآ فعالیت ولري .

د لیدنې په لړ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي  قدرت‌الله جمال څرګنده کړه او وویل:  موږ غواړو چې د صنعت او سوداګرۍ اړیکې له ټولو ادارو او د ولایت له مقام سره نژدې او همغږې کړو تر څو د هیواد خصوصي سکتور ننګونو او ستونزو ته په ټاکلي وخت رسیدنه وشي.

په همدې لړ کې ښاغلي مولوي جمال د سیلوی مصطفی جمال، د کپیټان د معدني اوبو، د پرواز پروف تولیدي او صنعتي فابریکې او د مفید ګروپ صنعتي اوتولیدي شرکت  څخه لیدنه وکړه د یادو فابریکو د مسئوولینو  ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه یې واوریدل.

Latest news

Sun, Feb 11 2024 9:01 AM
Background image

Mr.Azizi meets Kazakhstan’s ambassador

MOIC’s acting minister, Mr. Nooruddin Azizi held meeting with Mr Alim Khan Yasin Gildiv, Kazakh ambassador to Afghanistan

Sat, Feb 10 2024 4:07 PM
Background image

MOIC acting Minister Discusses trade Affairs with Russian president’s advisor

Mr. Nooruddin Azizi, acting Minister of industry and Commerce held a Detailed Meeting with Ruslan Edilgeruv, advisor to President of Russian Federation

Sun, Jan 28 2024 3:09 PM
Background image

Alhaj Azizi meets Turkish envoy

Acting minister of Industry and Commerce, Alhaj Noor Uddin Azizi discussed bilateral trade affairs with Turkish envoy Mr.

BACK TO NEWS

Quick Links