د تصدیو عالي شورا غونډه جوړه شوه!
4/4/1399
د تصدیو عالي شورا د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو ، هلمند دبست ، بلخ اوکندهار اوبدلو ریسانود ټوکر اوبدلو ریسانو ،دمالیې او اقتصاد وزارت د استازو په ګډون د صنعت او سوداګري د سوداګریزو چارومعینیت سرپرست عبدالکریم مالکیار په مشرۍ جوړه شوې وه.
په لومړي سر کې ، د تصدیو رییسانو او استازو د تشبثاتو وضعیت ، فعالیتونو ، مالي او تنظیمي پلانونو ، او همدارنګه د تصدیو تاریخي ستونزې په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.
د تصدیو د ریسانو د ویناو او توضیحاتو له اوریدو وروسته ، ښاغلي مالکیار د تصدیو په اړه د حکومت د اهدافو په اړه خبرې وکړې. هغه د تصدیو په فعالیتونو کې روڼتیا ضرورت وباله او د قانون په رڼا کې ګام په ګام د تصدیو خصوصي کولو غوښتنه وکړه.
وروسته ، د تصدیو کارونه او پلانونه و ارزول شول. د غونډې ګډونوالو د تصدیو ډیری فعالیتونه د اغیزمنتوب ،کارونې او مفیدیت له اړخه ضعیف بیان کړ. دوی د عوایدو راټولولو او لګښت کمولو شرایطو کې د تصدیو مدیریت ناکافي وبلل. پداسې حال کې چې د تصدیو دتنظیم سیسټم کې ستونزې ترڅنګ، د مجلس غړو د تصدیو مالي پلانونو بیاکتنې وړ وبلل او د تصدیو رییسانو او استازو څخه یې وغوښتل چې په اړونده ساحه کې بیا غور وکړي ، لګښتونه کمښت او عواید ډیریدو په هکله په خپلو پلانونو کې روښانه وړاندوینه وکړي.