دافغانستان-پاکستان ترمنځ دګمرکي اطلاعاتو دراکړې ورکړې هوکړه لیک لاسلیک شو

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۹:۱۹
دافغانستان-پاکستان ترمنځ دګمرکي اطلاعاتو دراکړې ورکړې هوکړه لیک لاسلیک شو

سه شنبه: دلړم ۲۷مه ۱۳۹۹

دافغانستان- پاکستان ترمنځ دګمرکي اطلاعاتو دراکړې ورکړې هوکړه لیک دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني او دپاکستان داسلامي جمهوریت دلومړي وزیر داقتصادي سلاکاراو ددغه هېواد دسوداګرۍ وزیر ښاغلي رزاق داوود په حضور کې دافغانستان دمالیې وزارت دګمرکونودریس ښاغلي خلیل صالح زاده او دپاکستان دګمرکونو دبورد غړي ښاغلي سیدمحمد هدا لخوا لاسلیک شو.

ددغه هوکړه لیک له مخې به دافغانستان دمالیې وزارت دکمرکونو ریاست او دپاکستان دګمرکونودبورد ترمنځ، دسوداګریزو او ترانزیټي توکو تر بارولو دمخه ددواړو هېوادونو دسوداګرو لپاره همکاري رامنځته کیږي.

همداراز، ددغې هوکړې له مخې ټاکل شوي ګمرک ته تر رسېدو دمخه به د کارګو په اړه معلومات شریک کیږي، دارقامواو ګمرکي معلوماتو شریکول، دګمرکي تجربو په اړه ددواړو لورو دمعلوماتو شریکواو ظرفیت لوړونه هم ددغه هوکړه لیک برخه ده .

دیادونې وړ ده چې دروانې میاشتې په لومړیو کې دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي غوریاني اسلام آباتد ته دخپل سفر په ترڅ کې ددغه هېواد له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره دسوداګریزو، ترانزیټي او ګمرکي ستونزو په اړه دافغانستان دسوداګروستونزې شریکې کړې وې او دلومړنیو خبرو په ترڅ کې دګمرکي همکاریو یو هوکړه لیک یې هم لاسلیک کړی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۶:۵۲
Background image

دافغانستان او پاکستان دسوداګرۍ او ترانزیت اتمې ناستې يا اپتیکا دبر یالي تر سره کیدو لپاره دتیاري بهیر

د سکتوري وزارتونو د همغږۍ جلسه دخصوصی سکتور په ګډون دافغانستان پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ او ترنزیټ د هوکړې یا اپټيکا لپاره غونډه دصنعت او سوداګرۍ وزارت دګنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه۔په. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۲ - ۲۰:۰
Background image

د ایران د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه د ریل پټلۍ له لارې هیواد ته دننه شوه

په لومړي ځل د ایران اسلامي جمهوریت د سوداګریزو توکو یوه جوپه خواف- هرات د ریل پټلۍ له لارې هرات ښار ته راورسیده په دې توکو کې شاوخوا۴۰۰ ټنه سمینټ شامل دي، په پام کې ده چې

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۲ - ۱۹:۵۶
Background image

له افغانستان سره د اوزبکستان د سوداګریزو-ترانزیټي او اقتصادي مرستو پراختیا

د افغانستان اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ،د ازبکستان جمهوریت د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزارت، د دواړو هیوادونو د سفارتونو او خصوصي سکتور د استازو په ګډون انلاین ناسته ترسره. . .

BACK TO NEWS