دکندهار والي سره د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر لیدنه
شنبه د١٣٩٩ کال د تلې ١٩مه
دصنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د کندهار ولایت والي ښاغلي حیات الله حیات سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د هغه ولایت دسوداګرو او صنعت کارانو ننګونواو فرصتونو په هکله یې خبرې وکړې.
په دي لیدنه کې د صنعتي ښارګوټو په بنیادي ستونزو،د دوه څخه درې صنعتي ښارګوټو ته د یادو ښارګوټو پراختیا او یاد ولایت د صنعت کارانو د بریښنا ستونزو په حل لارو بحث وکړ.
ښاغلي غوریاني په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ وي ویل، دسوداګرو او صنعت کارانو فرد فرد ستونزو ته به رسیدګي وشی.