د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین او سرپرست وزیر د یاد وزارت له کارکوونکو سره اختر مبارکي وکړه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین او سرپرست ښاغلي اجمل حمید عبدالرحمیزي د زمري میاشتې په ٢٣مه نېټه د یاد وزارت له همکارانو سره اختر مبارکي وکړه. ښاغلي عبدالرحیمزي د صنعت او سوداګرۍ وزارت په استازیتوب د وزارت کارکوونکو ته د اختر مبارکۍ تر څنګ دوی ته د تر سره شویو کړنو او راتلوونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې تاسو ته د مناسب کاري چاپیریال رامنځته کول د وزارت رهبرۍ په لومړیتبونو کې دي او ستاسو هرې قانوني غوښتنې ته به امکاناتو ته په کتو سره د حل لارې چارې کتل کیږي.