د قیمتي ډبرو او طلا پلورنکو سره لیدنه
شنبه: د غویي ۳مه ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي دقیمتي ډبرو او طلا پلورنکو له یو شمیر سوداګرو سره ولیدل او د دوی پر ستونزو او وړاندیزونو یې خبرې وکړې.
د قیمتي ډبرو د پلورونکو استازو د قیمتي ډبرو د لیږد په اړه د وزارت دمشرتابه دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل؛د یادو ستونزو او ننګونو د حل په موخه زموږ پراخه او هر اړخیزې هڅې روانې دي، په پام کې ده چې په اسلام اباد کې یو نندارتون ترسره شې چې د افغانستان لپاره په کې وړ ځاي په نظر کې نیول شوي، اسانتیاوي برابرې شوي، چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د سوداګرو لپاره دا ښه موقعه ده .
همدا راز د زرګرانو او طلا پلورنکو د طلا اړوند اومه توکو د لیږد په اړه خبرې وکړې،هیواد ته د ډیزان شوې استهلاکې طلا د انتقال لپاره يې د محصول او تضمین په ورکړې سره دجواز غوښتنه وکړه .
ښاغليعزیزي د هغوي د خبرو اوریدلو څخه وروسته وويل چې د سوداګرۍ جواز درلودل د سوداګرۍ اساس جوړوې ځکه نو موږ د ټولو سووداګرو غواړو چې دوی باید د سوداګرۍ جواز ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر دا دی چې هغه خلک چې په قیمتي او نیمه قیمتې ډبرو، سروزرو او معادنو کې په سکتور کې فعالیت ترسره کوي ؛ دوئ باید د سوداګریزو او معادونو خونو په چوکاټ کې خپل فعالیتونه تنظیم کړي، ځکه چې په دې برخو کې لا هم زموږ رسمي سوداګر په سمه توګه نه دې تفکیک شوي.