د لوي اختر په مناسبت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه پیغام!

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۱۲:۱۵
د لوي اختر په مناسبت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه پیغام

درنو هېوادوالو:
د کوچني اختر د رارسېدو مبارکي د افغانستان ټول متدین ولس او د دوی صبورو کورنیو ته د زړه له تله وایو
زموږ په ملي او اسلامي دود کې اختر د تاوتریخوالي، نفرت او دښمنۍ د له منځه وړو فرصت دی؛ هیله مندیم چې په هېواد کې دا سپېڅلې ورځې د یووالي، ټیکاو او د تل پاتې سولې لامل شي او خلک د دا ستر ابراهیمی او محمدي سنت د سولې او ارامۍ په فضا کې تر سره کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګران هیواد د شهیدانو کورنیو ته صبر او زغم او ټپیانو ته د الله (ج) له درباره د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.
د خوښۍ ورځې په مخ کې ولرئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۷:۵۲
Background image

په بامیان ولایت کې دیوه ورځني نندارتون جوړېدل

د بامیان ولایت په یوه بازارچه کې یو ورځنی نندارتون جوړ شوچې په دې نندارتون کې د دغه ولایت د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت دمیرمنولخوا تولیدشوي  محصولات او لاسي صنایع پلورل شوي دي.

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۷:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې داکسیجن دتولید ډیروالی

په بلخ ولایت کې داکسیجنو دتولید لومړنۍ فابریکې په خپلو تولیداتو کې ډیروالی راوستلی، دفضای بلخ داکسیجنو تولیدي فابریکې د۵۰۰زره امریکایي ډالرو په لومړنۍ پانګونه ددغه ولایت دامیرعلي شیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۷:۴۱
Background image

دکندهار ولایت دصنعت او سوداګرۍ ریاست له کارکوونکو سره ددې وزارت دمعین لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محمد سلیمان بن شاه ، چې د صنعت کارانو ، سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د شته فرصتونو او ننګونو د ارزونې په موخه کندهار ولایت ته سفر کړی، د کندهار د صنعت او. . .

BACK TO NEWS