د کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو له سوداګرو سره لیدنه
مورخ ۲۴ربیع الاول ۱۴۴۴/۲۸تله ۱۴۰۱
دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو له سوداګرو سره وکتل.
يادو سوداګرو د کيمياوي سرې د واردولو په برخه کې خپلې ستونزې شريکې کړې او له دغه وزارت څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي عزیزي د کیمیاوې سرې د واردولو په اړه وویل؛ چې اړونده ادارې په دې برخه کار کوي، موضوع زموږ د څار لاندې ده.