د ۱۴۴۴ ه ق کال کاری پلان نهایي کول او د بې کیفیتو اجناسو مخنیوي په اړه بحث

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۵ - ۱۵:۵۳
د ۱۴۴۴ ه ق کال کاری پلان نهایي کول او د بې کیفیتو اجناسو مخنیوي په اړه بحث

سه‌شنبه مورخ 9صفرالمظفر 1444/15سنبله 1401

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي قدرت الله جمال  په مشري د بې کیفیته، جعلي او وخت تیرو اجناسو د تولید د مخنیوي کمیسیون ناسته د وزارت په عمومی تالار کی ترسره شوه .

په دی ناسته کۍ د  یاد  کمیسیون د ۱۴۴۴ ه ق کال کاري پلان په نهایي کولو او د هیواد په بازارونو کي د بي کیفیته، وخت تیرو او تلقبې اجناسو په شتون او د مخنیوي په اساسي لارو چارو بحث وشو.

 ښاغلي جمال د دې کمیسیون فعالیتونه هیواد او هیواد والو ته ګتور وبلل  او د هیواد والو د باور ترلاسه کولو باندي یې ټینګار وکړ؛

په پای کي د ۱۴۴۴ ه ق کال کاری پلان په تایید سره د بې کیفیته وخت تیرو او جعلي اجناسو د مخنیوۍ په اړه پنځه اساسی فیصلې وشوې.

 د یادونې وړ ده چي دا کمیسیون د لسو نورو ادارو په ملتیا د مستهلکینو د حمایت قانون په مطابق د مرکز او ولایاتو د بازارونو وضعیت څخه منظمه څارنه کوی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۸:۲۰
Background image

د وچې مېوې او زعفرانو یوه لویه جوپه د ځمکې له لارې اروپا, کاناډا او اسټرالیا ته صادره شوه

په دې هدف جوړو شوو مراسمو کې د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال, د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګریزې خونې رئيس ښاغلي خان جان الکوزي, حکومتي چارواکو او د خصوصي سکتور. . .

شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۹:۵۴
Background image

صنعت کارانو سره لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د صنعت کارانو سره د دې وزارت په عمومي تالار کې لیدنه وکړه.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۶:۱۴
Background image

د اجناسو خدماتو او سودا ګریزواعلاناتو د ارزونې کمیسیون څلورمه ناسته

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال په مشری د اجناسو خدماتو او سوداګریزو اعلاناتو د ارزونې کمیسیون څلورمه ناسته ترسره شوه.

BACK TO NEWS