له سوداګرۍ سره دمرستې او کار په برنامه کې د افغانستان غړیتوب تمدید شو
دنړيوالې سوداګرۍ په سازمان کې دافغانستان ددايمي استازي ښاغلي قربان حقجو په مشرۍ دسوداګرۍ دپراختيا او له سوداګرۍ سره دمرستې دبرنامې پنځوسمه غونډه په ياد سازمان کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې چې د یاد سازمان تازه ګومارل شوې اجرايي ريسې اغلې پاملا کوک هاميلتون ګډون کړى وو، د کرونا دبهران په درشل کې ددې سازمان په فعالیتونو خبرې وکړې.
همدا راز په ياده غونډه کې له سوداګرۍ سره دمرستې او کار په برنامه کې د 2020او2021 کلونو لپاره دافغانستان غړيتوب دنړيوالې سوداګرۍ دسازمان دریس لخوا تمديد شو.