په کندهار ولایت کې د اپټا تړون په اړه مشورتي ناسته

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۹:۱۲
په کندهار ولایت کې د اپټا تړون په اړه مشورتي ناسته

چهارشنبه د غويې(ثور) لمړۍ  1400

د افغانستان - پاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ تړون (اپټا) کې د لازمو تعدیلاتو په اړه مشورتي ناسته په کندهارولایت کې د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني، دپارلمان د غړو،د کندهار مرستیال والي ، د خصوصي سکتوراستازو،د کندهار کسبګرو او سوداګرو داستازو په ګډون ترسره شوه .

د صنعت او سوداګرۍ  وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د غونډې په پیل کې  وویل چې زموږ موخه د اپټا تړون د تعدیل په هکله دهیواد، د سویل اوکندهار د صنعتکارانو او سوداګرو نظرونه او وړاندیزونه ترلاسه کول دي.

ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو د تخنیکي ډلو ترمینځ د اپټا تړون پرتعدیل  کار روان دی ،د اپټا په نوې تړون کې  د خصوصي سکتور نظریاتو او وړاندیزونو شاملول د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مشرتابه ،صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره  خورا مهم او ارزښتناک دي .

په دې ناسته کې د کندهار د والي مرستیال، د ولسي جرګې غړو، د خصوصي سکتور استازو،د کندهار ولایت د سوداګرو او صنعتکارانو استازو د اپټا دتړون تعدیل په هکله خوښی وښوده، خپل نظریات او وړاندیزونه یې د صنعت او سوداګرۍ  وزارت مشرتابه سره شریک کړل.

په پام کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر به د خپل سفر په بهیر کې د یاد ولایت سوداګرو او صنعتکارانو سره،په کندهار او دهیواد، په سویلي برخو کې د خصوصی سکتورپروړاندې شتو ننګونو په اړه خبرې وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د افغانستان د تولیدي صنایعو دنندارتون پرانیسته  د ځان بسیاینې په لور

د افغانستان د تولیدي صنایعو نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني ، د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدراسیون عمومي رییس ، د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس ، د صنعت او کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د باختر فلورملز فابریکې څخه لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریانی په پلچرخي صنعتی پارک کې د باختر فلورملز فابریکې څخه لیدنه وکړه او د هغې د ستونزو د پیژندنې  اود فرصتونو په موخه يې د دې فابریکې مسئولینو. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۳:۵۹
Background image

د مقدس پریمنځونکو توکو د تولیدي فابریکې څخه دصنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د پل چرخي په صنعتي پارک کې د مقدس پریمنځونکو توکود تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه او د یاد شرکت د مسولینو  سره یې د شرکت محصولاتو د ستونزو،. . .

BACK TO NEWS