د ولسي جرګې د ملي اقتصاد د کمیسیون په ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ګډون

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۹:۲
د ولسي جرګې د ملي اقتصاد د کمیسیون په ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ګډون

 سه‌شنبه: دغوايي لومړۍ 1400

 د صنعت اوسوداګرۍ  وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون په ناسته کې  دبې کيفيته توکو دتوليد توريد او تاريخ تيرو خوراکي توکو دمخنيوي کميسيون دفعاليتونو په اړه يې ياد کميسيون ته معلومات ورکړل او ترڅنګ يې دځينو خوراکي توکو دنرخونو دلوړېدو ټه هکله معلومات وړاندې کړل  اړه یې هم معلومات وړاندې کړ.

 په دې غونډه کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني وویل چې دبې کيفيته توکود تولید  او توريد دمخنيوي کمیسیون د ټیټ کیفیت ، تاريخ تيرو او جعلي توکو عرضه کولو دمخنيوي کمیسیون چې د دغه وزارت په مشرۍ فعالیت کوي په کابل او ولايتونو کې دبازار دوضعيت منظم تفتیش ترسره کوي.

 ښاغلي غوریاني همدارنګه زیاته کړه چې په کابل او ولایتونو کې د کمیسیون د پلاوود لیدنې پرمهال د خوراکي توکو ځینې ټیټ کیفیت لرونکي او تاريخ تيرمحصولات له بازارونو څخه راټول او د عمده پلور مارکیټونو مالکینو ته یې خبرداری ورکړ چې د سرغړونې په صورت کې د دوی د فعالیت جواز لغوه شي او قضايي ارګانونو ته معر

 ښاغلي غورياني د هیواد په بازارونو کې د تیلو د قیمتونو د زیاتوالي په اړه همت خبرې وکړې وکړې او ویې ویل چې د تیلو د نرخونو د نړیوالې کچې د لوړېدو له امله د دې نرخونه په کوردننه  هم لوړ شوي دي.

د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په خپلوهممکاريو ټینګاروکړاو د نرخونو په کنټرول کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فعالیتونو او برنامو ستاینه وکړه او په بازارونوکې دخوړو او مصرفي توکوود څارنې او احتکاردمخنيوي په برخه کې  د دغه وزارت له هڅو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۹:۲۴
Background image

په تخار ولایت کې د تارپرودکشن په  فابریکه کې د پانګونې زیاتوالی

په تخار ولایت کې د تارپروډکشن په تولیدي فابریکه کې پانګونه ۸ سوه زره افغانیو  ته لوړه شوي ده .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۹:۱۳
Background image

حيرتان بندر ته د چينايي سوداګريزو توکو دلومړنۍ محمولې رارسيدل

د چین د سوداګریزو او ترانزیتي توکو لومړۍ محموله  د یکشنبې په ورځ د حیرتان سوداګریز بندر ته راورسیده.  د چین جمهوریت د تجارتي - ترانزیتي توکو 51 کانټینرونو دغه توکي په روان لمریز کال

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۸:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د ډیجیټلي خدماتو د مرکز پرانيسته

 دصنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د ډیجیټلي خدماتو مرکز ،  سرور روم ، د معلوماتي ټیکنالوژۍ مرستې ميز (IT-Helpdesk) او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډیجیټلي آرشیف سیسټم ، د صنعت او سوداګرۍ

BACK TO NEWS