د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ د سوداګریزې همکارۍ ۱۵ تفاهم‌ لیکونه لاسلیک شول

د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د سوداګریزو اړیکو کنفرانس او په بېلابېلو سکټورونو

۱۴۰۵ لړم ۲۳

د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ د سوداګریزې همکارۍ ۱۵ تفاهم‌ لیکونه لاسلیک شول

پنجشنبه، 21 عقرب 1405

د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د سوداګریزو اړیکو کنفرانس او په بېلابېلو سکټورونو کې سوداګریزې ناستې جوړې شوې

دغه ناستې د کانونو او فلزاتو غنمو او اوړه‌جاتو ترانسپورټ او لوژستیک بنسټیزو پروژو غالیو پنبې درمل جوړونې لمریزې برېښنا کرنې او خوراکي تولیداتو کرنیزو ماشینونو او د خوراکي توکو د پروسس د تجهیزاتو په برخو کې ترسره شوې.

د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په پایله کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر آخوند او د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک په حضور کې د ۱۰۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د سوداګریزو همکاریو ۱۵ تفاهم‌ لیکونه لاسلیک شول.

دغه تفاهم‌ لیکونه افغانستان ته د درملو غنمو اوړو او غوړیو د واردولو او روسیې ته د تازه مېوو په ځانګړي ډول د انارو د صادرولو په برخو کې لاسلیک شوي دي.