د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي ترکیې ته سفر
د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي شهابالدین ثاقب د خپل مل پلاوي
۱۴۰۵ لیندۍ ۴

سهشنبه، 13 جمادیالآخر 1448 / 3 قوس 1405
د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي شهابالدین ثاقب د خپل مل پلاوي په مشرۍ د حلال د دولسم کنفرانس او د حلال ۲۰۲۶ نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه د ترکیې استانبول ښار ته روان شو.
ټاکل شوې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین به په دغه کنفرانس کې وینا وکړي او د کنفرانس په څنډه کې به د ترکیې له یو شمېر چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې هم وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دغه نندارتون کې به د افغانستان محصولات او تولیدات هم نندارې ته وړاندې شي.