د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تانزانیا د دارالسلام د پانګونې په کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي نن سه شنبه ماښام

۱۴۰۵ لړم ۲۷

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تانزانیا د دارالسلام د پانګونې په کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي نن سه شنبه ماښام د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۶مه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادي‌الآخرې میاشتې له ۶مې نېټې سره سمون خوري د تانزانیا هېواد د دارالسلام ښار د پانګونې په کنفرانس کې د ګډون په موخه له خپل مل پلاوي سره دغه هېواد ته سفر وکړ.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ګډون موخه له نړۍ سره رغنده تعامل له هېوادونو سره د ښو اړیکو پراختیا د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو رامنځته کول په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د پانګونې د فرصتونو معرفي کول او د بهرنیو پانګونو راجلبول بلل شوي دي.