د افغانستان د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ هـ ش کال د لړم میاشتې په ۲۰مه نېټه د روغتیا سکټور د ظرفیتونو د ورپېژندنې، د

۱۴۰۵ لړم ۲۱

د افغانستان د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ هـ ش کال د لړم میاشتې په ۲۰مه نېټه د روغتیا سکټور د ظرفیتونو د ورپېژندنې، د صنعت‌کارانو د ملاتړ او د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین‌محمد حنیف د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي احمدالله زاهد د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو ښاغلي دوکتور محمدحسن غیاثي ښاغلي مولوي عبدالولي صدیقي او ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلی شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور دیپلوماتانو بهرنیو مېلمنو د خصوصي سکټور استازو او د افغانستان اسلامي امارت د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو.

د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د چارو ادارې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور د روغتیا سکټور اهمیت ته په اشارې وویل چې د امنیت تأمین د نشه‌یي توکو له منځه وړل او د باکیفیته درملو تولید د خلکو د روغتیا ساتنې په برخه کې مهم ګامونه ګڼل کېږي.

ورپسې د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین‌ محمد حنیف د روغتیا سکټور د پراختیا د درملو او طبي محصولاتو د تولیدي صنعت د پیاوړتیا د پانګونې د راجلبولو او جذبولو او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي د اهمیت په اړه خبرې وکړې.

وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي احمدالله زاهد د خصوصي سکټور د غړو او د روغتیا برخې د متخصصینو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ وویل چې د صنعت وده او د کورنیو تولیداتو پراختیا د هېواد له اساسي اړتیاوو څخه دي او افغانستان باید د وارداتو پر ځای پر کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او پراختیا او اقتصادي ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي.

نوموړي د بېلابېلو اقتصادي برخو ترمنځ د ګډو همکاریو رول ته په اشارې زیاته کړه چې د اقتصادي زیربناوو رامنځته کول او پراختیا د صنعتي پارکونو پراختیا د سړکونو جوړول او بیارغونه او پانګوالو ته د اړینو اسانتیاوو برابرول د هېواد د اقتصاد د ودې او پراختیا په برخه کې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت مرستیال ښاغلي دوکتور محمدحسن غیاثي او نورو ویناوالو د وګړو د روغتیا په تأمین کې د روغتیا سکټور مقام او اهمیت ته په اشارې د درملو او طبي وسایلو د تولیدي فابریکو پر ملاتړ د هغوی د ظرفیتونو پر لوړولو او په دغه سکټور کې د پانګونې د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون به د ۱۴۰۵ هـ ش کال د لړم میاشتې له ۲۰ مې څخه تر ۲۴ مې نېټې پورې د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.