د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي شهاب الدین ثاقب ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د
۱۴۰۵ لیندۍ ۷

جمعه،16 جمادیالآخر 1448 / 6 قوس 1405
د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي شهاب الدین ثاقب ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان د حلال مرکز له رئیس سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د حلالو معیارونو او سټنډرډونو په برخه کې د همکاریو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همدارنګه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا د سوداګریزو سفرونو پر تبادلې او د افغانستان او سعودي عربستان د سوداګرو او پانګه والو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر رامنځته کولو هم بحث او هوکړه وشوه.