د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د ترکیې د اصل ګروپ شرکتونو له رئیس سره وکتل

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي شهاب الدین ثاقب ترکیې ته د خپل سفر

۱۴۰۵ لیندۍ ۷

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د ترکیې د اصل ګروپ شرکتونو له رئیس سره وکتل

جمعه،16 جمادی‌الآخر 1448 / 6 قوس 1405

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي شهاب الدین ثاقب ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې چې د استانبول د حلال کنفرانس او نندارتون کې د ګډون په موخه یې ترسره کړی و د ترکیې د اصل ګروپ شرکتونو له رئیس او د استانبول د حلال نړیوال کنفرانس او نندارتون کلني تنظیموونکي یونس اته سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو د جوړولو او د دغو هېوادونو د محصولاتو او تولیداتو د ورپېژندلو لپاره د ګډو فرصتونو د رامنځته کولو له لارې د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

په دې لیدنه کې یونس اته له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا لپاره د خپل چمتووالي د څرګندولو ترڅنګ افغانستان ته د سفر او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډ نندارتون په جوړولو کې د همکارۍ لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه. د دې وړاندیز موخه د ترکیې او د نړۍ د نورو هېوادونو په بازارونو کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو ورپېژندل او ترویج او د دواړو هېوادونو سوداګرو او تولیدوونکو ته د لا زیاتو فرصتونو برابرول وبلل شول.

په پای کې دواړو لورو د نږدې همکاریو پر پراختیا او د ګډو نندارتونونو او د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه د ترویجي پروګرامونو د جوړولو لپاره د شته فرصتونو پر تعقیب ټینګار وکړ.